سه شنبه ۱۶ وږی ۱۳۸۹ ساعت ۱۲:۲۸
نوشته شده توسط TOLOnews.com
په پکتیکا کې د دوشنبې په ورځ د وسلوالو اورپکو د بريد په ترڅ کې درې ماشومان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي
په بګرام کې د ناټو ځواکونو د مطبوعاتي فتر په خبر پاڼه کې ویلي دي چې دغه پېښه پرون ورځ د یحی خېلو په ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې د وسله والو اورپکو یوې ډلې په یوې پوځي پوستې باندې برید وکړ.
خبر پاڼه زیاتوي چې په دغه پېښه کې ځواکونو ته کوم زیان ندې اوښتی.
دکورنیوچارو وزارت د خبر پر بنسټ دې تېرې میاشتې په کړکېچونو کې ۲۲۹ تنه عام وګړي وژل شوي دي.
تر دې دمه کومې وسله والې ډلې د دې بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې.