راپورونه وايي وروسته تر دې چې امريكايي سرتيري له افغانستان څخه ووزي د افغان ځواكونو د روزنې لپاره به په ميليونونو ډالر ولګوي

هغه پيسې چې ويل كيږي وروسته تر دې چې د امريكايي ځواكونو له وتلو وروسته به په يو كال كې په افغانستان كې ولګول شي د شپږ بيليونو څخه زياتې وي.

د دې لګښت جزييات چې د ناټو په يو سند كې يې جزييات راغلي دي چې افغان سرتيري په پراخه كچه په امريكا پورې تړلي دي.

ويل كيږي چې د افغان ځواكونو د روزنې لګښت به ۱۱،۶ بيليونو څخه ۶،۲ بيليونو ته په راتلونكو څلورو كلونو كې را كم شي.

امريكا له ۲۰۰۳ كال څخه تر ۲۰۰۹ كال پورې د افغان ځواكونو د روزنې په برخه كې له شل ميليونه ډالرو څخه زياتې پيسې لګولي دي چې د دې سره مساوي پيسې به په راتلونكي او ورپسې كال كې ولګوي.

حتى د ناټو د روزنې د ماموريت رييس جنرال بيل كالدويل وړاندوينه كړې چې تيښته او ټپي كيدل په افغان ځواكونو په داسې كچه زيات دى چې ناټو به اړ وي ۱۴۱ زره سرتير جلب او جذب كړي ترڅو ډاډه شي چې په راتلونكي مني كې به ۵۶ اضافي سرتيري په واك كې ولري.

همدارنګه ناټو په دا وروستيو كې د بهرنيو ځواكونو د تلفاتو له زياتوالي څخه خبر وركوي چې ډيرى وژل شوي سرتيري يې امريكان دي.

Nighty News Bulletin

رایه ورکړی

Will Taliban return to Afghanistan?