طالبانو د يوې غوڼدې په ترڅ كې د دې سره سره چې له خلكو څخه يې غوښتنه وكړه چې په ټاكنو كې ګډون ونكړي خبردارى يې وركړ چې ټاكنې به ګدې ودې كړي

خو د حكومت د رسنيو دفتر بيا وايي چې افغان ځواكونه د امنيت د خوندي كولو لپاره تيار دي.

د دې سره سره چې افغان ځواكونه د طالبانو د نيول په درشل كې دي طالبان په بغلان كې ازادانه ګرځي او په فعاليتونو كار كوي.

د دې ډلې يو تن وايي چې دوى تل د دولت تر څارنې لاندې وي خو دولتي ځواكونه د دوى په نيول كيدو نه شي برايالي كيدى.

له بل لوري د بغلان اوسيدونكي هم د طالبانو د ې ګواښونو انديښمن كړي دي.

د افغان حكومت د رسنيو دفتر وايي چې وسله والو له دې وړاندې هم دولسمشري د ټاكنو پر مهال ګوتڅنډنه كړې وه خو د دې سره ټاكنې وشوې.

د افغانستان د رسنيو د دفتر مشر عبدالحكيم عاشر وويل : «طالبان كيدى شي د ټاكنو پر مهال امنيت ګډ وډ كړي خو افغان دولت د ټاكنو د خونديتوب په اړه خلكو ته ډاډ وركوي. «

د ويډيو د كتلو لپاره دلته كليك وكړى:

[youtube:http://www.youtube.com/watch?v=3057cGWusiw]

Nighty News Bulletin

رایه ورکړی

Will Taliban return to Afghanistan?