
د ټاكنو په كميسون كې چارواكي وايي چې نيژدې ۸۱ مركزونه د ننګرهار په ولايت كې تړل شوي دي
د ټاكنو د كميسون مشر فضل احمد معنوي خبريالانوته وويل: د هغو ۴۵۸ مركزونو څخه چې په پام كې و د ننګرهار په ولايت كې پرانيستل شي ۸۱ به يې نه خلاصږي. او دا امنيتي ځواكونو معلومات دي چې دا مركزونه به نه پرانيستل كيږي.او ۶۱ نور يې تر ګواښ لاندې بللي دي كيدى شي د بحث وړ وي خو د ۸۱ مركزونو تړل يې نا شوني بللي دي.
د ټاكنو د كميسون مشر د ۶۱ نورو مركزونو د تړل كيدو څخه هم يادونه وكړه.
دا په داسې حال كې ده چې تر دې دمه په هيواد كې ۱۱۹ مركزونه تړل شوي دي.
په همدې ترڅ كې د ولسي جرګې د يو تن نوماند پلويانو چې نوم يې له نوملړ څخه لرې شوى دى د سه شنبې په ورځ د شكايتونو د كميسون په وړاندې لاريون وكړ.
په داسې حال كې چې د دې نوماند پلويان د دې نوماند نوم لرې كونه د قانون پر خلاف بولي خو د شكايتونو كميسون وايي چې د دې نوماند نوم د دې لپاره له نوملړ څخه لرې شوى دى چې په خپل وخت يې له دندې څخه استعفا نه وه كړې.