
په غزني کې د چهارشنبې په ورځ د ټرافیکي پیښې په ترڅ کې ۱۴ تنه و وژل شول او ۲۴ تنه نور ټپیان شوي دي
د غزني د ټرافیکو مدیر غلام محمد راسخ د طلوع نیوز خبریال ته وویل:«دا پیښه سهار مهال هغه وخت رامنځ ته شوه چې یو له کابل څخه کندهار ته راتلونکی موټر د غزني د اندړو ولسوالي د ناني په سیمه کې چپه شو.»
د دې پیښې ټپيان د یادې شوي ولایت مرکزي روغتون ته لیږدول شوي دي.
خو د غزني د روغتون رییس محمد اسماعیل ابراهیم زي طلوع نیوز ته وویل چې په دې پیښه کې ۱۵ تنه وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان شوي دي.
هغه وايي چې د قربانیانو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د چارواکو په وینا تیز چلښت د دې لامل کیږي چې دې ته ورته پیښې را منځ ته شي او یو زیات شمیر کسان پکې ټپیان شي.