
د امريكا ولسمشر بارك اوباما او د ناټو سرمنشي اندرس فوګراسميوسن په سپينه ماڼۍ كې د افغانستان او پاكستان د امنيت په اړه خبرې اترې وكړې
د سپينې ماڼۍ په خبرپاڼه كې راغلي دي: دواړو مشرانو په افغانستان او پاكستان كې د ګډو كړنلارو د پلي كولو او د نړيوالې ټولنې په هڅو باندې هم خبرې اترې وكړې.
د ليدنې پر مهال ولسمشر اوباما په نړۍ او سيمه په ځانګړې توګه په افغانستان كې د امنيت د راستونې په اړه د راسموسن هڅې وستايلې.
د سپينې ماڼۍ د رسنيو مسول رابرت ګيبسهم څرګنده كړه چې ناټو په افغانستان كې ډير سرتيري لري او د آيساف پوځي قومندانان هم په دې اندي دي چې د دوى رول حياتي دى.
ښاغلي ګيبس وويل:«په اصل كې له هغو ستونزو سره چې مونږ په افغانستان او پاكستان كې د القاعدې ډلې په وړاندې د مبارزې په ترڅ كې مبارزه كوو د دوى احتمالي بيرته را ګرځيدنه هم پكې شامله ده چې كيدى شي د دوى د تګ راتګ په ځاى كې دوى بيرته را وګرځي او د ترهګري له بريدونو څخه مخنيوى يوازې هغه څه نه دي چې د امريكا لپاره يې مخنيوى مهم دى دا يوه نړيواله انديښنه ده.«