ځايي چارواكي وايي چې د بغلان په ولايت كې د چهارشنبې په ورځ د ځانمګري بريد په ترڅ كې دوه تنه وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى

د بغلان د پوليسو د قومندان وياند احمد بشارت وويل چې ياده شوې پيښه د چهارشنبې په ورځ په پلخمري كې رامنځ ته شوې ده.

طالبانو د دې بريد پړه پر غاړه اخيستې او ويلي يې دي چې په دې بريد كې يې د پوليسو درې قومندانان وژلي دي.

په دا وروستيو كې په بغلان كې نا امني زياته شوې او په دا وروستيو كې يې د سيمې خلكو ته ګوتڅنډنه كړې وه چې په ټاكنو كې ګډون ونكړي.

د وږي د مياشتې په ۲۷ نيټه د ولسي جرګې د ټاكنو په وړاندې يوه لويه ننګونه ده.

 

Nighty News Bulletin

رایه ورکړی

Will Taliban return to Afghanistan?