
په امريكا او افغانستان كې لوړپوړو بهرنيو چارواكو د قرآن د سوځومې په اړه د يوې كليسا كړنه وغندله
ميرمن كلينټن له مسلمانانو سره د روژه ماتې پر مهال دا تصميم شرمونكى او سپكونكى وباله.
ميرمن كلينټن وويل چې حقيقي اسلام په ټوله امريكا كې شتون لري.
هغې وويل: مونږ په داسې حال كې د يو بل په څنګ كې روژه ماتى كوو داسې راپورونه خپاره شوي دي چې په فلوريډا كې يوې كليسا تصميم نيولى دى ترڅو د سپټمبر په ۱۱ نيټه په قرآن سوځونه لاس پورې كړي او زه د دې له امله چې په امريكا كې د نورو اديانو رهبرانو د دوى دا كړنه تقبيح كړه خوښوه يم.
په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو قومندان جنرال ډيويډ پيټريوس هم د دې تصميم څخه خپله انديښنه ښودلې وه او ويې ويل چې دا هغې كړنې دي كومې چې طالبانو كولې. ترڅو خلك په غصه كړي. چې وكولاى شي زياتې ستونزې رامنځ ته كړينه يوازې په افغانستان كې بلكه په ټوله نړۍ كې.
په همدې ترڅ كې په افغانستان كې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټيفن ډي مسټورا طلوع نيوز ته وويل چې د دې ډول كړنې كول د ټولې نړۍ اسنانانو ته سپكاوى دى هغه د فلوريډا له كليسا څخه وغوښتل چې دا ډول كړنه و نه كړي.
ښاغلي مستورا طلوع نيوز ته وويل:«غواړم ستاسو له لارې د ملګرو ملتونو د هر غړي هيواد د استازي په توګه د هغه تصميم په اړه چې د يوې وړې بهرنى ډلې لخوا نيول شوى ترڅو سپڅلې كتاب قرآن ته اور ورته كړي خپله انديښنه څرګنده كړم.«
ښاغلي مسټورا زياته كړه:«د بيان ازادي په دې مانا نه ده چې په ميليونونو ميليونونو مسلمانانو ته دې سپكا وى وشي كوم چې اسلام ته درناوى لري، مونږ هم اسلام او قرآن ته درناوى لرو.«
هغه همدارنګه زياته كړه:« مونږ د نړيوالې ټولنې د هر غړي څخه چې په افغانستان كې شتون لري په كلكه غواړو چې د دې كار څخه دې لاس واخلي.«
دا په داسې حال كې ده چې څو ورځې وړاندې د كابل ښاريانو له دې كار څخه د مخنيوي لپاره په لاريون لاس پورې كړ.