
د احمدشاه مسعود د شهادت له نهمې کلیزې څخه د لویې جرګې په خیمه کې د ولسمشر کرزي په ګډون لمانځنه وشوه
احمدشاه مسعود چز د ډګروال دوست محمد زوی دی په ۱۳۳۲ لمریز لیږدیز کال کې د پنجشیر د جنګلک په کلي کې وزیږده.
هغه د پولي تخنیک په پوهنتون کې د زدکړې پر مهال د داود خان له سیاسي فعالانو سره اشنا و یو ځل د دې فعالیتونو په ترڅ کې ونیول شو او په ۱۹۷۴ کال کې پاکستان ته لاړ.
د سره شوروي لښکرو په وړاندې د خپل نهه کاله ژوند په ترڅ کې د پنجشیر دره یوازنی دره وه چې سرو لښکرو پکې نفوذ ونکړ.
په ۱۹۹۱ کال کې کله چې ډاکټر نجیب الله ومنله چې د حکومت چارې به مجاهدینو ته وسپاري مسعود هم له خپلو ځواکونو سره کابل ته راغی.
هغه په کابل کې د مجاهدینو د څلورکلنې واکمني پر مهال د پروفیسور رباني د واکمني پر مهال د دفاع وزیر و.
احمشاه مسعود له سره لښکرو او طالبانو سره تر کلونو مقاومت وروسته د ۱۳۸۰ لمریز کال د وږي په ۱۸ نیټه د تخار د خواجه بهاوالدین په ولسوالي کې د یو ځانمرګي برید په ترڅ کې چې د خبریالانو په جامه کې د دوه عربانو لخوا پرې وشوپه شهادت ورسید.