
د افغاني طالبانو مشر ملامحمد عمر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې طالبان د افغانستان په جګړه كې بريالي توب ته نيژدې شوي دي
د طالبانو مشر له خلكو څخه غوښتنه كړې چې ټول اختلافات پريږدي او د بهرنيو اشغالګرو په وړاندې ودريږي.
ملا عمر په دې خبرپاڼه كې چې د روژې مباركې مياشتې د پاى ته رسيدو لپاره يۍ خپور كړى دى ويلي دي:»جهاد او مقاومت چې نن د بهرنيانو او د دوى د متحدينو په وړاندې روان دى دا يو مشروع جهاد دى د اسلام او د اسلامي هيواد د حريم د ساتنې لپاره.»
په دې خبرپاڼه كې راغلي دي:»كه خداى وغواړي ډير ژر به زمونږ غم ځپلي زړونه د دښمن او شغالګرو په ماتې سره ارامتيا ومومي. »
ده له ټولو مجاهدينو او پخوانيو دولتي چارواكو څخه وغوښتل چې »د امريكايي اشغال د ماتې او د هيواد د ازادي لپاره په دې مبارزه كې ګډون وكړي. »
ملامحمد عمر چې اوس هم روحاني مشر بلل كيږي دا څو كلونه كيږي چې په عام محضر كې نه دى ليدل شوى او ويل كيږي چې په پاكستان كې ژوند كوي.
د طالبانو د مشر دا پيغام په داسې حال كې نشريږي چې د امريكا ولسمشر څو مياشتې وړاندې امر وكړ چې د افغانستان د جګړې د پاى ته رسيدو لپاره بايد افغانستان ته ۳۰۰۰۰ نور سرتير واستوي.
ولسمشر كرزي هم له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه كړې ترڅو د ملكي وګړو د تلفاتو مخنيوى وكړي.
هغه همدارنګه ويلي دي چې په ۲۰۱۱ كال كې د سرتيرو د تديريجي پريكړې په اړه د ولسمشر اوباما دې پريكړې طالبان ځواكمن كړي دي.