
د افغانستان او پاكستان لپاره د بريټانيا ځانګړي استازي كوپر كولس په داسې حال كې له خپلې دندې څخه ګوښه شو چې د افغانستان په اړه د دې هيواد د كونلارې په اړه بحثونه دوام لري
ښاغلى كولس د خپل ماموريت پر مهال له طالبانو سره د خبرو اترو كلك ملاتړ و دى له دې څخه وړاندې په كابل كې د بريټانيا سفير و.
د بريټانيا د بهرنيو چارو وزير ويليم هيګ په افغانستان كې د بريټانيا د سياست د پلي كولو لپاره د ښاغلي كولس له هڅو څخه ستاينه وكړه.
ويل كيږي چې د سويلي اسيا په برخه كې د بريټانيا د برخې مسول ښاغلى كرين پيرس به د ښاغلي كولس ځاى ناستى شي.
ده به تل له امريكايي چارواكو سره د طالبانو سره د اړيكو د ښه كولو په اړه خبرې اترې او بحثونه كول.
ويل كيږي چې دى د افغانستان په باره كې د بريټانيا له سياست سره مخاف و خو په دا ورستيو كې په پنځو كلونو كې له افغانستان څخه د بريټانيوي سرتيرو د وتلو په پريكړه خوښ و.
ويل كيږي چې ښاغلى كولس به د بريټانيا د بهرنيو اړيكو په دفتر كې په بله دنده وګمارل شي.