د بشر د حقوقو څارونكو د پنجشنبې ورځې په خبرپاڼه كې ليكلي دي چې په نوماندانو بريدونه او د نا سم امنيت رامنځ ته كول په جدي توګه امنيت تهديدوي

په دې خبرپاڼه كې راغلي چې نوماندان، كاركونكي او د ټاكنو دكميسون كاركونكي د ترهګرو له لوري او هم سيالو نوماندانو له لوري ترور او تښتول كيږي او يا هم تهديديږي.

ولسي جرګې ته نوماندانو او هم استازو د نا امنيو د زياتوالي له امله خپله انديښنه ښودلې ده.

دا د ولسي جرګې وهم ځل ټاكنې دي چې د وږي د مياشتې په ۲۷ نيټه به ترسره شي.او امنيتي چارواكو تل خلكو د كلكو امنيتي تدابيرو او مصونيت څخه خبر وركړى دى.

د بشر د حقوقو د څارونكې په منځ كې ريچل ريډ چې د افغانستان د چارو شنونكى دى وويل: د طالبانو بريدونه او د افغانستان په حكومت باندې د باور نه كول هغه څه دي چې خوندي ټاكنې تر ګواښ لاندې را ولي.

هغه زياته كړه: د وسله والو لخوا تاوتريخوالى هغه هم د ښځو نوماندانو په وړاندې د وړاندوينې وړ دى ونه د حكومت كمزورى ځواب.

دې خبرپاڼې ليكلي دي چې طالبانو د نوماندانو د ډيرى وژنې او تهديدونې پړه په غاړه اخيستې خو د نوماند سره سيالي كونكى هم پكې دخيل ښودل شوى دى.

په ټاكنو كې د حكومت له لاس وهنې هم په يو شمير ولايتونوكې په داسې حال كې خبرې كيږي چې يوازې نهه ورځې ټاكنو ته پاتې دي چې په تر سره كولو به يې د افغانانو برخليك وټاكل شي.

Nighty News Bulletin

رایه ورکړی

Will Taliban return to Afghanistan?