
د كانګرس د څيړنيزې برخې يو رپوټ ادعا كوي چې په عراق كې د دوى مياشتنى پوځي لګښت كم شوى خو دومره نه چې د افغانستان لګښت پوره كړي
له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۰ پورې د عراق د جګړې لګښت ۲۵ په سلو كې يو كموالى ښيي خو په افغانستان كې دا لګښت ۶۳ په سلو كې زياتوالى ښيي.
ويل كيږي چې په مياشت كې به د يو امريكايي سرتيري لګښت ۶۹۰زره امريكايي ډالرو ته لوړ شي.
امريكا په افغانستان كې تر ټولو ډير سرتيري لري.
خو د افغانستان د دفاع وزارت بيا وايي چې د عراق او افغانستان ترمنځ زيات توپيرونه شتون لري نو د دې له امله په افغانستان كې جګړه زياتو پيسو ته اړتيا لري.
د دې وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وويل:«مونږ كولاى شو دوه لاملونو ته نغوته وكړو يو افغانستان د لوژستيكي پلوه زيات دى چې لامل يې د اوبو سره نه نيښيدل دي.او بل داچې يو ځل د افغانستان په ملي اردو، ملي پوليسو او نورو بنسټيزو پروژو باندې تمركز وشو چې له امله يې مصارف لوړ شول.«
دا په داسې حال كې ده چې ددې څخه وړاندې په افغانستان كې د بهرينو ځواكونو قومندان جنرال ډيويډ پيټريوس وويل چې هيواد يې سل زره افغاني ځواكونو ته د لګښت چارې برابروي.