د پنجشنبې په ورځ د هرات ولايت په ګلران ولسوالى كې دوه پوليس او د اردو يو سرتيرى د ماين په چاودنه كې وژل شوي دي

د هرات د پوليسو د قومندان وياند نورخان ميرزاد وايي چې ياده شوې پيښه نن هغه مهال رامنځ ته شوه چې د دې ولايت په ګلران كې د پوليسو او اردو يو واحد د عملياتو د اجراكولو په حال كې و.

هغه وايي چې د دې ماين د چاودنې په ترڅ كې يو سرتيرى او دوه پوليس وژل شوي دي.

د سړك د غاړې ماينونه تل وسله وال د افغان او بهرنيو ځواكونو د په نښه كولو لپاره كاروي چې ډيرى قربانيان يې ملكي وګړي وي.

پوليس وايي چې ننيو عملياتو طالبانو ته هم زيانونه ور اړولي دي چې د وژل شويو كسانو شميره يې لا نه ده جوته شوې خو پوليس وايي چې د طالبانو يو قومندان هم د وژل شويو كسانو په ډله كى دى.

افغان ځواكونو د ولسي جرګې د ټاكنو لباره په نا امنه سيمو كې عمليات په لاره اچولي دي.

تر دې دمه نيژدې ۱۰۰۰ د رايه وركونې مركزونه تړل شوي دي په پام كې ده چې د ولسي جرګې ټاكنې به د وږي مياشتې په ۲۷ نيټه تر سره شي.

Nighty News Bulletin

رایه ورکړی

Will Taliban return to Afghanistan?