Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ملي شورا د کړنو په اړه د خلکو نهیلي

ټاکل شوې ده چې د راتلوونکې اوونۍ له پیله، د ملي شورا غړي د اوړي په رخصتۍ ولاړ شي. خو د هېواد ځینې وګړي، په دې باور دي چې په ملي شورا کې استازي یې نه دي توانېدلي خپلې دندې ترسره کړي او د هغوی غوښتنې پوره کړي.

دغه وګړي ټینګار کوي چې په ملي شورا کې ډېری استازي، په خپلو شخصي کارونو بوخت دي او ډېر کم د خلکو ستونزو ته رسېدنه کوي.

د هېواد سوداګر او د پلازمېن مېشتی میرویس وايي:«د دغو څو کلونو په اوږدو کې موږ ته ګټور نه وو؛ ځکه چې موږ د دوی له کړونو هېڅ خوښ نه یوو.»

د یوه خصوصي بنسټ کارکوونکی احسان الله هم په دې اړه وايي:«د دوی ډېری په خپلو شخصي کارونو بوخت دي، خپله سوداګري لري، نو پر دې بنسټ له دوی څخه زموږ غوښتنه دا ده چې په راتلونکو ټاکنو کې چې په خپلو شخصي تجارت بوخت دي نو ځان دې نه نوماند وي.»

د ملي شورا اداري پلاوی ټینګار کوي د دغې شورا د شپاړسمې دورې په اوم کال کې یې د قوانینو د تصویب په برخه کې ښې بریاوې لرلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې اداي پلاوی ټینګار کوي چې دغه بنسټ توانېدلی چې په دغې کاري دوره کې، د قوانینو په تصویب کې ښې لاسته راوړنې ولري.

د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځی وايي:«د افغانستان ولسي جرګه د قوانینو، تصدیقونو، میثاقونو او نړیوالو هوکړه لیکونو په تصویب کې بریالۍ وه.»

د مشرانو جرګې منشي فیصل سمیع هم څرګنده کړه:« ،د ملي شورا لپاره کال یو ننګونکی هغه وه او د خلکو تمې هم زیاتې وې لکه څنګه چې تاسو ته مالومه ده له حده زیات.»

خو دوی دا مني چې د حکومت د څار په کار کې نیمګړتیاوو شتونر درلود.

عبدالقادر ځاځي زیاته کړه:«نړیواله ټولنه ګاونډي هېوادونه او په حکومت کې هم ځينې کړۍ شته چې د استازو پر ضد ناوړه تبلیغات کوي او دوی غواړي چې مقننه قوه او د افغانستا ن د خلکو استازي د خلکو په وړاندې کم راولي.»

د مشرانو جرګې منشي هم زیاتوي:«د حکومت د کړنو د څار په برخه کې له بده‎مرغه په افغانستان کې دامنیتي ستونزو له امله او د ځینو نورو موضوعګانو پر بنسټ د افغانستان پارلمان نه دی توانېدلی چې ښه څارنه ولري.»

یو شمېر کابل ښاریان باور لري چې د ملي شورا یو شمېر غړي په دغه شورا کې د کار له پيلولو مخکې له خلکو سره ډېرې ژمنې کوي خو کله چې د وکالت چوکۍ ته ورسېږي خپلې ټولې کړې ژمنې هېروي.

د ملي شورا د کړنو په اړه د خلکو نهیلي

ولسي جرګې اداري پلاوی ټینګار کوي چې دغه مجلس د قانون جوړونې په څانګه کې خپله دنده ښه ترسره کړې، خو نه دی توانېدلی چې د حکومت پر کړنو سیمه څارنه وکړو.

شریک یي کړئ