Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسي جرګه سبا ځانګړې غونډه جوړوي

ولسي جرګه سبا ته د نا امینو د پراختیا او په ځانګړي توګه د سردار محمد داوود خان پر روغتون د برید په اړه فوق العاده غونډه جوړوي.

د ولسي جرګې غړي پر دغه روغتون برید د پوښتنې وړ بولي او لوړپوړي امنیتي چارواکي په خپل مسؤولیت کې په ناغېړی او بې پروايۍ تورن وي.

ټاکل شوې ده چې سبا په ځانګړې غوڼده کې د ولسي جرګې غړي دغه مجلس ته د امنیتي مسؤولانو د ځواب ویلو د څرنګوالي په اړه پرېکړه وکړي.

په کابل کې د سردار محمد داوود خان په روغتون د ځانمرګو بریدګرو ډله‎يیز برید او د هغې په مخنیوي کې د امنیتي ځواکونو ناتوانۍ د ولسي جرګې د غړو غوسه راپارولې ده.

د ولسي جرګې غړې نظیفه ذکي وايي:«د بې کفایته امنیتي مسؤولانو غوږ ته مو ورسوئ،د هغوی د برخلیک په اړه پرېکړه وکړئ له دې نوره بدبختي نه‎شته په پلازمېنه دننه په روغتون کې دغه خاینان ننوتل او له مخکې ننوتلي وو ترڅو همکاري نه وي هېڅکله داسې نه‎کېږي.»

ولسي جرګه د ملي شورا لخوا په امنیتي ادارو د فشار په ډېرېدو ټینګار کوي.

د ولسي جرګې بل غړي عبدالرحیم ایوبي هم څرګنده کړه:«په ۴۰۰ بستریز روغتون کې یې له حده زیات وحشت وکړ له حده زیات ظلم یې وکړ،امنیتي مسؤولانو څه ته په تمه یاست،یعنې ارګ ونیسئ.»

د ولسي جرګې غړي امان الله پیمان وویل:«ټوله ورځ افغان حکومت او امنیتي ارګانونه د داعش او طالبانو له استازو سره ویني په داسې حال کې چې د هېواد خلک د ورځې په سلګونه زره تنه د هغوی لپاره قرباني کوي.»

 دې جرګې پرېکړه وکړه چې د نا امنیود پراختیا په اړه د امنیتي ادارو د ځواب ویلو په موخه د یکشنبې په ورځ ځانګړې غونډه جوړه کړي.

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي وویل:«د ۴۰۰ بستریز روغتون د اجندا د استعجالیه وړاندیز دی سبا په لومړي ګام کې دا په اجنډا کې شامله ده.»

د ولسي جرګې غړي په داسې حال کې د امنیت په ټینګښت کې د حکومت په بې پروايي نیوکه کوي چې تر اوسه د ولسي جرګې د اداري پلاوي ټاکنې پای ته نه دي رسېدلي او د تېرو درېیو ورځو په غونډو کې د ولسي جرګې منشي نه دی ټاکل شوی.

شریک یي کړئ