د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي له سزا د معافیت کلتور باید له منځه ولاړ شي قانون پر ټولو یو شان عملي شي. دا کمېسیون ټنیګار کوي چې پر کامران عليزایي دې د محکمې حکم پلی شي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون اجرائیه رئیس، موسی محمودي وايي:«اوس په افغانستان کې له مجازاتو د معافیت دود شوی دی او د افغانستان حکومت پر ټولو د قانون یوشان پلې کولو توان نلري.»
له تېرو دوو ورځو راهیسې هرات ته ورغلې لارې د ولایتي شورا رئیس، کامران عليزايي د یو شمېر لاریونکوونکو پلویانو لخوا تړل شوې دي.
دوی خبرداری ورکوي که له فساد سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز لومړنۍ محکمه د کامران عليزي په اړه خپل حکم بیرته وانخلي دوی به خپل لاریون ته دوام ورکړي.
یو تن لاریون کوونکی، امینالله یارزاده وايي:«ولسمشر باید چې د دې موضوع څېړنې لپاره پلاوی وټاکي او دا کار به د کامران عليزايي پلویانو لپاره د قناعت وړ وي.»
بل لاریون کوونکی، عبدالله وايي:«زموږ لاریون به تر هغې دوام وکړي چې لومړنۍ محمکې خپل حکم نه وي اخیستی.»
د لاریونکوونکو لخوا د هرات ښار د لارو تړل کېدو د دغه ولایت د ډېری اوسیدونکو سخت غبرګون راپارولی دی.
د هرات یوه اوسېدونکې، اناهیتا څرګندوي:«که کامران عليزايي بېګناه دی نو باید چې د قانوني لارو یې ثابت کړي نه د زور او یا لارو بندیون له لارې.»
بله اوسېدونکې، شګوفه زیاتوي:«که د ولایتي شورا رئیس بېګناه دی لې یې په لومړنۍ محکمې کې حاضر نشو او بل دا چې په ښار کې د غیرمسوؤلو وسلهوالو شتون د خلکو اندېښنې راپارولې دي.»
د کابل اوسېدونکی، اظهار وقار څرګندوي:«زه د کورنیو چارو وزارت څخه پوښتنه کوم چې ولې تر اوسه پورې چې پنځلس ورځې د محکمې له حکم څخه تېریږي د هرات ولایتي شورا رئیس ولې نه دی نیول شوی او زندان ته نه دی بېول شوی، پوښتنه دا ده چې د کورنی چارو وزارت د زورواکو د نیولو توان نلري.»
خو داسې نیوکې کیږي چې د محکمې له حکم وروسته ولې کامران علیزی نه دی نیول شوی؟ خلک وايي د کورنیو چارو وزارت د زورواکو د نیولو توان نلري.
دغه لاریون په داسې حال کې ترسره کیږي چې کابو دوې اونۍ مخکې د هرات د ولایتي شورا رئیس کامران علیزی له خپل صلاحیته د ناسمې استفادې په جرم له اداري فساد سره دمبارزې د عدلي او قضايي مرکز د لومړنۍ محکمې لخوا په دوه کاله و شپږو میاشتو بند محکم شو.