Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د روژې په میاشت کې له حکومته د یوې بې وزلې بدخشۍ کورنۍ نیوکه

د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې یوه بې وزله کورنۍ د مجبوریت له امله خپل ماشومان د ډوډۍ د خوړلو لپاره ګاونډیو کره لېږي.

د دغې ۱۳ کسیزې کورنۍ سرپرست غلام سخي وايي چې د بې وزلۍ له امله یوازې د اوبو په څښکلو سره روژه نیسي او خپل ماشومان هم د ډوډۍ خوړلو لپاره د ګاونډیو کور ته لېږي.

هغه له حکومت او نورو مرستندویه بسټونو څخه ګیله لري چې اړو کسانو ته د مرستې زمنیه نه برابره وي.

غلام سخي؛ هغه څوک چې ۴۰ کاله د هېواد په بېلابېلو برخو کې موټر چلولی. د دې لپاره چې د ۱۳ کسیزې کورنۍ لپاره یې یوه نمړۍ ډوډۍ پیدا کړي. خو اوس یې چې موټر درولی، ژوند یې هم له ګڼو ستونزو سره مخ شوی دی.

غلام سخي چې په خلیفه سخي مشهور دی وايي، د تېرو ۵ کلونو راهیسې بې روزګاره دی او په سمه توګه د ۱۳ کسیزې کورنۍ سرپرستي نه‎شي کولی.

غلام سخي وویل:«زه ۴۰ کاله د موټر چلوونکی وم زما له امله د لسګونو کسانو ژوند تېرې ده،خو اوس په خپله دیارلس کسه ډوډۍ خواره لرم او وزګاره یم. په خدای چې له تریخ چای څخه پرته نور څه نه لرم.»

غلام سخي، د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ په قره کمر کلي کې ژوند کوي، هغه وایي ژوند یې له زیاتو سختو ستونزو سره مخ دی ان د خوراک او څښاک لپاره څه نه لري.

د ده مېرمن شفیقه وايي چې ۱۹ روژې یې یوازې په اوبو نیولي او ان ماشومان یې هم د خوړو نشتون له امله روژې نیولو ته اړ شوي دي.

د غلام سخي مېرمن شفیقه وايي:«موږ ۱۳ کسه ډوډۍ خواره یوو څوک نه‎شته چې له موږ سره مرسته وکړي خاوند مې وزګاره دی، د چینې له اوبو څخه پرته نور څه نه لرو چې و یې خورو موږ د روژې په ۱۹ ورځو کې غوړي نه دي خوړلي.»

له بلخوا د دغې بې وزلې کورنۍ ماشومان، اختر ته خوشحاله دي، خو وايي اختر لپاره نوې جامې نه لري.

د بې زولې کورنۍ لور مسکا وویل:«د اختر ورځ نېږدې شوې موږ هېڅ نه دي پېرلي،له دولت څخه غواړو چې موږ ته جامې وکړي.»

بل لور، د دې کورنۍ نېږدې خپلوان وایي، ځینې خلک دې بې وزلۍ کورنۍ ته ډوډۍ ورکوي.

د بدخشان د ارګو ولسوالۍ اوسېدونکی صفي الله زیاته کړه:«په دې کلي کې خو بې وزله ډېر دي،خو واقعاً غلام سخي بده ورځ لري.ځینې شپې ګاونډي ورسره مرسته کوي،ډېری شپې وږي پاتې کېږي.»

په همدې حال کې د سرې میاشتې ریاست د بدخشان د ارګو ولسوالۍ  په قره کمر کلي کې له بې وزله کورنیو سره مرسته کړې.

د سرې میاشتې ویاند میرام صداقت وايي:«د رژوې په مبارکه میاشت کې په بدخشان کې له ډېریو بې وزلو کورنیو سره چې له اقتصادي بې وزلۍ سره مخ دي.سږ کال هم د افغانستان د سرې میاشتې ریاست پرېکړه کړې چې په ۳۶۰ کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشي.»

په بدخشان کې دا یوازینۍ کورنۍ نه ده چې بې وزله ده، بلکې زرګونه نورې کورنۍ هم د غلام سخي د کورنۍ په څېر د خوړلو ډوډۍ نه لري.  

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه