د ملي امنیت عمومي ریاست، په یوې خبرپاڼه کې لیکي چې نن(پنجشبنې د غبرګولي ۱۱مه)له غرمې وروسته وویل چې د دغه ریاست د ځانګړو قطعاتو ځواکونو د ننګرهار ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو یوه ۶ کسیزه ترهګرې ډله نیولې ده.
په دغې خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي چې د هغوی په منځ کې یو کس د ځانمرګي برید واسګټ په تن درلود.
د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، عزیز الله د سیدالرحمن زوی،رحمت الله د نېک محمد زوی، نزاکت په «وفا»مشهور د سید اقرار زوی، نورعلي د نېک محمد زوی، قاري زاهد د حکیم خان زوی، طاهر په «ابوذر»مشهور د اکبر خان زوی د دغې ترهګریزې ډلې شپږ تنه غړي دي.
د ملي امنیت عمومي ریاست همدارنګه ویلي چې دغه شبکه د پېښور په شورا کې د طالبانو په حکم، دغه ولایت ته راغلي وو، او هوډ یې درلود چې د ننګرهار ولایت یوه له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه د ځانمرګي او یرغلي برید موخه وګرځوي.
دا په داسې حال کې ده چې نن کهیځ د جلال اباد ښار هوايي ډګر ته څېرمه د یوه ځانمرګي برید په ترځ کې د پولیسو یوه سرتېري خپل ژوند له لاسه ورکړ او یو ولسي وګړی ټپي شو.
دغه برید له هغې وروسته ترسره کېږي چې تېره ورځ د کابل ښار په زنبق څلور لاره کې د یوې چاودنې په ترڅ کې څه باندې ۸۰ تنه شهیدان او ۴۰۰ تنه نور ټپيان شول.
د ملي امنیت عمومي ریاست ټینګار کوي چې ترهګرو ډلو خپلو تاکتیکونو ته بدلون ورکړی او د خلکو په منځ کې د وېرې او ډار د رامنځته کولو لپاره، د ښار په ګڼه ګوڼې سیمو کې د بریدونو په ترسره کولو سره له مُلکي کسانو څخه قرباني اخلي.