Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر کندز د طالبانو برید؛ ښار ته نېږدې نښتې روانې دي

د کندز ښار ته نېږدې د افغان ځواکونو او طالب وسله‎والو ترمنځ نن(یک‎شنبې د چنګاښ۱۱مه)نښتې هغه‎مهال زور واخیست چې یادې ډلې د ښار نېږدې څو برخو باندې بریدونه وکړل.

دکندز ولایتي شورا غړی، امرالدین ولي وايي چې طالبانو د څو ولسوالۍو له لارې پر ښار بریدونه کړي، د کندزـ‎بغلان لاره یې تړلې او افغان ځواکونو ته هم مرګ‎ژوبله اوښتې ده.

دی زیاتوي:«اوس موږ د جګړې په منځ کې یوو، د ډزو غږونه اورېدل کېږي، هره ورځ د خلکو مړي او ټپیان زموږ له مخې تېریږي، آیا د کندز نسکورېدل همدا دي چې دا ډول طالبان زموږ بیرغونه راښکته کوي.»

کندز ښار کې د ولایتي شورا یو شمېر غړي راټول شوي دي او د دغه ولایت امنیتي حالت ښه نه بولي.

دوی وايي چې د لوا، کنډک او فرقې شتون د امینت تامین په برخه کې کومه ګټه نه درلوده.

د ولایتي شورا غړی، صفي الله  امیري څرګندوي:«څو ځلې کندز نسکور شو، ولسمشر راغی اوموږ ته یې ژمنه وکړه چې تاسو ته فرقه جوړوو او لوا جوړیږي، خو نه فرقې او نه هم لوا موږ ته کومه ګټه وکړه.»

بل غړی، زرګل عالمي زیاتوي:«تاسو نو د څو پښو لوڅو کسانو په مخې کې ځانونه به زبون کوئ، تاسو د حکوما صلابت ښکاره کړئ؛ شرم دی موږ ته، شرم دی حکومت او د حکومت چارواکو ته.»

خو د کندز امنیه قوماندان دغه خبرې د ځان پر وړاندې دسیسه بولي او وايی چې د کندز امنیتي وضعیت د څو میاشتې وړاندې پرتله ښه شوی دی .

د کندز د والي ویاند، محمود دانش وايي:«نن سهار چې طالبانو خپل بریدونه له دوو لورو پیل کړل، د تلوکې او خان آباد له لارې، خو له نیکه‎مرغه چې بریدونه یې په شا وتمبول شول او دوی ته سخته مرګ‎ژوبله واوښته.»

دغه اندېښنې په داسې حال کې مطرح کیږي چې په وروستیو میاشتو کې د کندز ولایت څو تنه اوسیدونکي د ناپيژاندو کسانو له خوا وژل شوي دی او په تر ټولو تازه پېښه کې دوه شپې وړاندې دوه ځوانان د کندز ښار په څنډه کې د نا مسوولو وسله والو له خوا په ډزو سره ووژل شول .

د کندز ولایتي شورا غړي د امنیتي حالت په اړه اندېښنه لري او وايي چې طالبانو د څو خواو پر ښار بریدونه کړې

شریک یي کړئ