د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیر د سېشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کي وویل چې د دې ولایت پولیسو درې ایراني وګړي د ځنځیري وژنو او ترهګرۍ په تور نیولي چې د افغانستان جعلي تذکرې یې لرلې او په دې ولایت کې یې د شخصیتونو په وژلو سره یې ناامني رامنځته کوله.
نوموړی زیاتوي چې له دغو کسانو څخه دوې تومانچې هم ترلاسه شوې دي.
د هرات د امنیه قومندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیر فضل الرحمان خادم وویل:«موږ دوه کسان په دې تور نیولي چې لومړی یې ځانونه افغان معرفي کړي وو،خو وروسته بیا ثابته شوه چې هغوی د ایران وګړي او د مشهد ښار دي.د هغوی یو مجید د حسین زوی دی او د مشهد ښار اوسېدونکی دی او بل یې رمضان د حسین زوی دی چې هغه هم د مشهد ښار اوسېدونکی دی.خو دریم کس وحید نومېږي او په یوه بل عملیات کې نیول شوی.دغه کس د طالبانو د تجهیز لپاره د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ تر ګلچین سیمې پورې هم تللی دی.»
د پولیسو دغه چارواکی وايي چې په هرات کې د طالبانو د یو شمېر سیمهيیزو قوماندانانو کورنۍ د ایران په ښارونو کې دي او په دې ولایت کې د ناامنۍ له رامنځته کولو وروسته دغه هېواد ته ورځي.
ښاغلي خادم زیاته کړه:«د هرات په ګذره ولسوالۍ کې داسې ترهګرې ډلې لرو چې کورنه او امن ځایونه یې په ایران کې دي او دوی په خپله د ګذرې په ختیځه او لوېدیځه برخه چې جنایت او بریدونو لاس پورې کوي.»
له بلخوا د دغه ولایت د مدني ټولنې غړي له حکومت څخه غواړي چې د دغې پېښې په وړاندې چوپ پاتې نهشي.
د مدني ټولنې غړي شفیق بهروزیان په دې اړه څرګنده کړه:«اړتیا ده چې د مرکزي حکومت په لوړو کچو کې دغه پېښه وڅېړي او په دې اړه له ایراني چارواکو سره خبرې اترې وکړي.ترڅو له سیاسي او خبرو اترو له لارې دا ستونزه حل نهشي،دا ډول پېښې به دوام پیدا کړي.»
د هرات یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت د ناامنه کولو لپاره د یو شمېر بهرنیو ترهګرو کړیو هڅې د اندېښنې وړ بولي او د حکومتي چارواکو لخوا د دغو پېښو په اړه د جدي پلټنو غوښتونکي دي.
د هرات اوسېدونکی عبدالواحد په دې اړه وايي:«اړتیا ده چې د افغانستان د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونه دا شان بریدونه په جدي توګه وڅېړي،کهچېرې د هېواد په نورو ولایتونو کې دا شان فعالیتونه دوام ولري،باید په ګوته او ونیول شي.»
په هرات ښار کې ځنځیري وژنې او پر شخصیتونو او پوځیانو د ناپېژاندو وسله والو بریدونه په نوموړي ولایت کې د اندېښنې وړ پېښې دي.