په بغلان ولایت کې د دویمې لوا د لومړني کنډک قومندان ډګروال ضیاءالدین د پنجشنبې په ورځ (د غوايي په ۲۱ مه) وویل چې د څو تېرو ورځو په عملیاتو کې د دغه ولایت امنیتي ځواکونو نه یوازې د طالبانو یرغلي بریدونه په شاتمبولي، بلکې هغوی ته یې درنه مرګ ژوبله هم اړولې ده.
هغه،ادعا کوي چې د طالبانو «منصوري» عملیات په دغه ولایت کې ناکامه شوي دي.
دغه پوځي قومندان همدارنګه زیاته کړه:«موږ خپل بشپړ چمتووالی لرو، تراوسه د دښمن بریدونه په شاتمبول شوي دي او موږ د بغلان خلکو ته ډاډ ورکوو چې امنیت یې ټینګه وو او تراوسه ټول کاروانونه چې له بغلان څخه تېرېدل له کومې ستونزې څخه پرته له بغلان څخه تېر شوي دي.»
په همدې حال کې، د بغلان پولیس وايي چې له طالبانو سره د یو میاشتنې جګړې په لړ کې، دغې ډلې ته درنه مرګ ژوبله اوړلې ده.
د بغلان د امنیه قومندانۍ د امنیت امر پاسوال امیر ګل حسین خېل په دې اړه وویل:«طالبانو چې تراسوه کوم بریدونه لرلي، کومه لاسته راوړنه یې نه ده لرلې. د مرکزي بغلان د حسن تال په سیمه کې بریدونه یې لرل؛مړي یې په ډګر کې پاتې دي، په جشمه شیر کې چې غوښتل یې تانکر ودرولي، دولتي ځواکونه په وخت ورسېدل او ټانګونه یې بېرته ونیول.»
له بلخوا هغه افسران او سرتېري چې په دغه ولایت کې د طالبانو په وړاندې جنګېږي ګواښ کوي کهچېرې طالبان تسلیم نهشي،له منځه به ولاړ شي.
د ملي پوخ سرتېری حسام الحق په دې اړه څرګنده کړه:«خلکو ته ډاډ ورکوو تر هغې چې په خپل بدن کې یو څاڅکی وینه ولرو دښمن ځپو او طالبان چې په هر ځای کې وي، له منځه یې وړو.»
یوه بل سرتېري زمان هم وویل:«طالبان له موږ سره د مقابلې توان نهلري؛ کله چې طالبان له موږ سره مخامخ شول تېښته یې وکړه، موږ د طالبانو پر سر ویشتی دی او بیا هم هغه ځپو او بیا هم هغوی ځپو.»
دغه ویناوې په داسې حل کې څرګندېږي چې دولتي ځواکونه تراوسه هم د بغلان په څو برخو کې طالبان له امنیتي ځواکونو سره په نښته بوخت دي.