د وژل شویو سرتېرو کورنۍ وايي چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو کې د وژل شوي سرتېري پرته له کفن څخه په تابوت اېښودل شوي وو او دوی په خپله ولایتونو ته لېږدولي دي.
د یوه تن سرتېري کورنۍ طلوعنیوز ته د خبرو پر مهال د پوځ د چارواکو له چلند څخه یې شکایت کړی دی.
د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو سرتېری محمدعوض اوه کاله د هېواد په بیلابیلو سیمو کې د ترهګرو په ځپلو کې برخه اخیستې وه. د نوموړي کورنۍ چې په کرایي کور کې اوسیږي وايي زوي یې هیله لرله چې د ژوند تر وروستیو شیبو له هیواده دفاع وکړي.
د دغه افغان پوځي کورنۍ وايي د محمد عوض مړی یې له ساعتونو انتظار وروسته ترلاسه کړ خو کله یې چې تابوت خلاص کړ هغه بې کفنه په تابوت کې ايښوول شوی وه.
د محمد عوض خپلوان، جمعه خان وویل:«یوازې یو تابوت وو نور هېڅ هم نه وو، له خپل پوځي کالیو سره وو او آن سترګې یې نه وې پټې کړې، دا یې د ۷ کلونو خدمت پایله وه.»
د نوموړي بل خپلوان، تازه میره وايي:«تابوت یې درلود خو کفن یط نه وه. د قول اردو امبولانس یوازې د قراول دروازې کې مړي سپارل.»
له محمدعوضه دوه ماشومان پاتې دي.
د هغه ورور نذیر د خپلو دوو وریرونو د راتلونکي په اړه انديښمن دی.
د ده ورور وویل:«نور څوک نلري یوازې یو ماشوم لري. په دې کرایي کور کې یې ژوند کاوه، هیڅ سرپناه نلري.»
د محمدعوض زوي یوسف د پلار په ویر کې اوښکې تویوي، د یوسف په شان په لسګونه نور ماشومان په دې پېښه کې بې پلاره او له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ شوي.