Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بغلان په برکه ولسوالۍ کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو دنښتې دوام

یوه سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې طالبانو تېره شپه (د پنجشنبې په شپه د غوايي په ۲۱ مه) د بغلان په بُرکې ولسوالۍ خپل ډله‎ییز بردونه پیل کړل.

دغه سرچینه وايي چې طالبان وتوانېدل چې په دغه برید کې ځانونه د بُرکې ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه ورسوي، خو د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ کلکه جګړه دوام لري.

د دغې سرچینې په وینا، طالب جنګیالي د بغلان ولایت بُرکې ولسوالۍ ته له کندز او تخار ولایتونو څخه راغلي وو.

دغه سرچینه وايي چې مرستندویه ځواکونه دغې ولسوالۍ ته رسېدلي دي.

تراوسه د دغې نښتې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې په بغلان کې د دویمې لوا د لومړي کنډک قومندان ډګروال ضیاء الدین، د پنجشنبې په ورځ طلوع نیوز ته ویلي وو چې د څو تېرو ورځو نښتو په ترڅ کې، دولتي ځواکونو په دغه ولایت کې نه یوازې د طالبانو بریدونه په شاتمبولي، بلکې دغې ډلې ته یې درنه مرګ ژوبله هم اړولې ده.

هغه ادعا کوي چې د «منصوري»په نامه عملیات په دغه ولایت کې ناکام شوي دي.

هغه زیاته کړه:«موږ خپل بشپړ چمتووالی لرو،د دښمن بریدونه تراوسه په شاتمبول شوي او موږ د بغلان د خلکو لپاره ډاډ ورکوو چې امنیت یې ټینګ وو او تراوسه ټول کاروانونه چې له بغلان څخه تېرېدل له کومې ستونزې پرته له بغلان څخه تېر شول.»

په همدې حال کې، د بغلان پولیس هم وايي چې له طالبانو سره په یو میاشتنۍ جګړه کې، دغې ډلې ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

دا په داسې حال کې ده په بغلان کې د دویمې لوا د لومړي کنډک قومندان ډګروال ضیاء الدین، د پنجشنبې په ورځ طلوع نیوز ته وویل چې د څو تېرو ورځو په نښتو کې، دولتي ځواکونو په دغه ولایت کې نه یوازې د طالبانو بریدونه په شاتمبولي، بلکې دغې ډلې ته یې درنه مرګ ژوبله هم اړولې ده.

شریک یي کړئ