د بلخ ولایت یو شمېر ديني عالمانو او د مدني ټولنې غړو په کابل کې پر سترې محکمې برید او په جوزجان کې د سره صلیب د کارکوونکو وژنه وغندله او دا کړنې د اسلام خلاف بولي.
دوی نن(شنبه د سلواغې۲۳مه) د ناستې په ترڅ کې له حکومت څخه پر ملکي کسانو د پلان شویو بریدونو د مخنیوي غوښتنه وکړه.
په بلخ کې مدني فعاله، صفیه سائس وايي:«دولت باید د پلان شویو ترهګریزو بریدونو او د غیرمسوؤلو وسلهوالو له بریدونو چې د خلکو ژوند ګواښوي، مخنیوی وکړي.»
دیني عالمانو هم یاد بریدونه د نه بخښلو وړ بولي.
دیني عالم، محمدعارف وزین وايي:«هغه دردونکې پېښه چې د جوزجان ولایت په قوشتېپې ولسوالۍ کې وشوه له اسلام سره هیڅ اړیکه نلري، خو دا چې د اسلام له نوم څخه استفاده شوې ده، زه دا عمل په سختو ټکو د یوه دیني عالم په توګه غندم.»
د مدني ټولنې فعالین څرګندوي چې د وسلهوالو کړیو فعالیت د حکومت کمزورتیا او د بشري حقونو د نقض لامل ګرځي.
د بلخ ولایت د مدندي ټولنو رئیس، عبدالحمید صفوت څرګندوي:«غیر مسوؤل وسلهوال د داعش، طالبانو او غلو په توګه فعالیت کوي او له خلکو قرباني اخلي، زموږ اخیسته دا ده چې د حکومت کمزورتیا لامل شوې ده دا ډول پېښې د هېواد په شمال کې زیاتې شي.»
د مدني ټولنې فعالین وايي چې حکومت باید په ولایتونو کې د خپلو استازو له چارو په کلکه څارنه وکړي، تر څو د ترهګریزو پېښو مخنیوی وشي.