Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د زیباک او اشکاشم ولسوالۍ د طالبانو له حضوره پاکې شوې

په بدخشان کې د پنجشنبې په ورځ(د غوايي په ۲۱ مه) پوځي چارواکو طلوع نیوز ته وویل چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت د اشکاشم او زیباک ولسوالۍ چې د طالبانو په واک کې وې، نیولې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له ۱۳ ورځو راهیسې په دغو سیمو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته دوام درلود.

ځايي چارواکو د پنجشنبې پرګهیځ د دې پخلی کړی وه چې د اشکاشم ولسوالۍ د طالبانو له حضوره پاکه شوې،هغوی نن غرمه خبر ورکړ چې د زیباک ولسوالۍ چې هغه هم د طالبانو په واک کې وه امنیتي ځواکونو بېرته نیولې ده.

د طلوع نیوز خبریال نعمت الله احمدي چې د زیباک ولسوالۍ د جګړې لومړۍ کرښې ته تللی،نن ګهیځ یې وویل چې طالبانو د زیباک ولسوالۍ د ساتنې لپاره څو ټینګ دفاعي کرښې جوړې کړې وې.

د بازګیر،سرخ درې او شوال درې کلي د اشکاشم ولسوالۍ له سترو کلیو څخه دي چې د زیباک ولسوالۍ له پرځېدو وروسته، د طالبانو له خوا نیول شوي وو، خو اوس دغه سیمې د طالبانو له حضوره پاکې شوې دي.

د ملي پوځ ځانګړو ځواکونو قومندان جلال الدین یفتلي وايي:«د اشکاشم ولسوالۍ کلي، د طالبانو له حضوره پاکې شوې دي او امنیتي ځواکونو د دښمن ۲۰ پوستې نیولې دي. د عملیاتو په لړ کې د دښمن دوه ټانګه له منځه تللي دي.»

د اشکاشم ولسوالۍ د سرحدي کنډک قومندان امان الله نن ګهیځ وویل:«امنیتي ځواکونه چمتووالی او پیاوړې روحیه لري؛ زه ډاډه یم چې هغوی د زیباک او وردوج ولسوالۍ به هم ونیسي.»

له دې سره، ولسي پاڅون‎کوونکو چې د دغو درېیو کلیو په نیولو کې یې له دولتي ځواکونو سره همکاري کړې ده وايي په هغه صورت کې چې دولت له موږ څخه ملاتړ وکړي، هغوی له طالبانو څخه د کلیو بېرته نیولو کې مهمه ونډه لرلای شي.

په بدخشان کې د ولسي پاڅون کوونکو قومندان نظیر محمد نیازی وايي:«موږ له اشکاشم څخه دښمن په شا کړی او اوس هغوی په زیباک کې دي،د زیباک زرخور کلی اوس د جګړې لومړی کرښه ده.»

له بلخوا د بدخشان والي احمد فیصل بیګزاد، هم د پنجشنبې پر کهیځ (د غوايي په ۲۱ مه) ټینګار وکړ چې په بدخشان کې د طالبانو او نورو وسله‎والو ډلو پر ضد پوځي عملیات به د له لاسه وتلو سیمو تر بېرته نیولو پورې به دوام ولري.

د هغه په وینا:«دا د کار لومړی پړاو وه، دویم پړاو د زیبا ولسوالۍ د مرکز نیول دي. انشاالله په راتلونکو ورځو کې د امنیتي ځواکونو له همت سره د زیباک ولسوالۍ به هم فتحه کړو.»

له بلخوا تېره شپه د دولت مخالفو وسله‎والو د راغستان په ولسوالۍ کې یو ستر عملیات درلود چې د دولتي ځواکونو په وینا، له څو ساعته نښتې وروسته، د طالبانو دغه برید په شا تمبول شوی دی.

شریک یي کړئ