Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د شاهین قول اردو د برید د طرحه کوونکو په ګوته کولو ټینګار

د بلخ ولایتي شورا یو شمېر غړو د چهارشنبې په ورځ (د غوايي په ۶ مه)له حکومت څخه وغوښتل چې د شاهین قول اردو د برید طرحه کوونکي په ګوته کړي له هغې څخه پرته په مدني لاریونونو به لاس پورې کړي.

د دغې شورا غړي وايي له دې سره چې له دغې پېښې څخه شپږ ورځې تېرېږي خو حکومت تراوسه نه دی توانېدلی چې د هېوادوالو پوښتنو ته د قناعت وړ ځواب ورکړي.

د بلخ د ولایتي شورا رییس افضل حدید وویل:«د دې غوښتوونکي یوو چې وضاحت راکړي او د دغه برید طرحه کوونکي چې په پټه او ښکاره په کې لاس لري موږ ته څرګند کړي.»

د بلخ د ولايتي شورا مرستیال سید عبدالله مسرور هم څرګنده کړه:«په درېیمې دروازې کې چې دوی پېژندل شوي دي دوه تر درې سرتېرو څخه زیات نه وو چې باید تر ۱۲ سرتېرو باید وی.ټول هغه کسان چې په یو ډول یې په دغې پېښه کې دندیزه بې پروايي کړې ټول دې تر پلټنو لاندې ونیول شي.»

رپوټونه رسوي چې د دغې پېښې په اړه ۱۲ تنه نیول شوي دي.

په همدې حال کې د بلخ د مدني ټولنې یو شمېر فعالان وايي که‎چېرې حکومت دغې پېښې څرنګوالی هېوادوالو ته روښانه نه کړي هېوادوال به په سترو مدني لاریونونو لاس پورې کړي.

په بلخ کې د مدني ټولنې فعال جاهد وویل:«ډېری کسان په دې باور دي چې د مرګ ژوبلې شمېر له ۵۰۰ تنو څخه ډېر دي،یعنې چې د هېواد شمال چې د کلونو په لړ کې لږ تر لږه ارام وه یعنې داسې ګوزار یې لیدلی چې د څو وروستیو کلونو غچ یې له دوی څخه واخیست.»

شریک یي کړئ