Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د میدان وردکو د امنیه قومندانۍ ۸ تنه چارواکي محکمې ته معرفي شول

د میدان وردکو د امنیه قومندانۍ ۸ تنه افسران په دندو کې د بې پروایۍ په جرم نیول شوي دي، عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي شوي دي.

د میدان وردکو امنیه قومندان جنرال احمد فهیم قایم وايي چې دغو ۸ تنو چې خپلې دندې یې په سمه توګه ترسره کړې نه وې او دښمن د هغوی له بې پروايۍ څخه په استفادې سره،د سیمه‎ييزو پولیسو یو سرتېری یې د دغه ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې له‎منځه وړی دی.

هغه وویل چې له دې وروسته هر مأمور او منصب لرونکی چې په خپلو دندو کې لږ هم بې پروايي وکړي له هغی سره به بحث ونه کړي او څارنوالۍ ته به یې معرفي کړي.

د دغو چارواکو په وینا،موده وړاندې د میدان وردکو د امنیه قومندانۍ د لوجېښتک، روغتیاتو مدیر، او د روغنیاتو محاسب، د لوجېستک معتمد او د دغې قومندانۍ د جلب او جذب قومندان یې د اختلاص او اداري فساد په جرم لویې څارنوالۍ ته معرفي او دم‎ګړۍ په بند کې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه