Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات – بادغیس لویه لاره له ۱۰ ورځو راهیسې تړلې ده

چارواکي او د هرات – بادغیس د لویې لارې یو شمېر چلوونکي وايي چې دغه لاره د سېلاونو د راوتو په پایله کې له ۱۰ ورځو راهیسې د تګ را تګ په مخ تړل شوې ده.

هغه چلوونکي چې په دغو ورځو کې د غې لویې لارې د بند سبزک په برخو کې ګیرپاتې دي وايي چې د دغې لارې د پرانسیتو مسؤولیت نه د هرات ولایت مسؤولان په غاړه اخلي او نه هم د بادغیس ولایت.

په دغه واټ کې یو چلوونکی عبدالرحیم وايي:«لس ورځې کېږي چې دلته ګیرپاتې یوو.هوا سړه ده.نه خواړه لرو او نه هم د تودېدو وسیله.هېڅ یو له مسؤولینو څخه هم زموږ مرستې ته را نه غلل.»

په دغې لویه لاره یو بل چلوونکی محمد داوود وايي:«زما باروړونکی موټر تر نیمايي په خټو کې ښکېل شوی.له ملي اردو څخه پرته نور هېڅ یو له مسؤولینو څخه زموږ مرستو ته نه دي راغلي.د دغه شرکت مسؤول هم موږ ته دروغ وايي هره ورځ ژمنه کوي چې زموږ ماشینونه په لاره کې دي او راځي او ستاسو موټر ژغوري،خو تراوسه له موږ سره چا مرسته نه ده کړې.»

 په همدې حال کې د دغه شرکت مسؤولان وايي چې د دغه واټ یوه برخه د بارانونو له امله ویجاړه شوې وه او اوس دوی دګیر پاتې شویو کسانو د ژغورلو هڅه کوي.

د ارملغ – لامان واټ د تړوني شرکت مهندس جیب الله وویل:«موږ د دغو چلوونکو د مرستې لپاره راغلي یوو او زموږ ماشینونه کار کوي.څو نور ماشینونو مو هم په لاره کې دي او هڅه کوو چې دغه ستونزه حل کړو.»

په همدې حال کې د بادغیس د والي سلاکار خالد صافی وايي:«اصلي ستونزه د ارملغ-لامان واټ تړوني شرکت رامنځته کړې.له دې وړاندې چې بدیل واټ جوړ کړي دغه واټ یې ویجاړ کړ.خو د ټولګټو وازرت څو سترې وسیلې سیمې ته استول شوې دي ترڅو دغه ستونزه حل کړي.»

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه