Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هلمند ‍بزګران د کوکنار د محصولاتو د راغونډېدو په تمه

په‎ داسی حال کي چی هلمند د جګړي په لمبو کي سوځي ، بزګران په دغه ولایت کي د کوکنارو د محصولاتو د راغونډولو په تمه دي.

د هلمند د ولایتي شورا په خبره د کوکنارو حاصلات د وسله‎والو طالبانو مهم عوایداتي ګتې دي چی په کال کې په سلګونه مېلیونه ډالر له دغې لارې ترلاسه کوي.

زموږ همکاران عبدالله همیم او صمیم فرامرز د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کی د یو شمېر بزګرو ژوند انځور کړی.

د خلکو له سترګوڅخه لیرې په یوې دښتې کې ،چې ځینې برخې یې د دولت او ځینې نور یې د وسله‎والو طالبانو په واک دي یو شمېر کروندګر ژوند کوي چی کوکنار د دوی د کورنۍ اصلی عواید جوړوي.

په هلمند کې کروندګر عبدالصمد وویل:«حکومت او طالبانو تر اوسه موږ ته د کوکنارو د نه کرلو په موخه هېڅ نه دي ویلي . او موږ يي د ډېرو کلنو راپه دېخوا کوکنار کرو.»

دغه کورنۍ له کلنو راهیسې کوکنار کري. د دغې کورنۍ ماشومان لا لویان  شوي نه وي چې د کوکنارو  پر ځمکه پل اېږدي، او د کوکنارو کرکیله یې د ژوندانه یوه برخه ګرځېدلې ده.

په هلمند کې یو بل بزګر سید ګل هم په دې اړه وايي:« دلته خو بله خواري نشته، زموږ ماشومان چې ځوانان کېږي بل کار نه کوي یواژي کوکنار کري.»

دلته داسې  کروندګر هم شته چی د کوکنارو د اوبولو لپاره بشپړې اسانتیاوې په واک کې لري، او له لمریزې برېښا څخه کار اخلي.

بزګر حمدالله څرګنده کړه:«موږ دلته د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ کړی، او په دغه باندي د تېلو مصارف هم نه راځي.»

تر دوو میاشتو راتلونکو میاشتو پورې به د کوکنارو حاصلات د راغونډولو لپاره چمتو شي.او د حاصلاتو ډېره برخه فراه او نیمروز ولایتونو ته وړل کېږي.

بزګر عبدالرازق په دې اړه زیاته کړه:«تر دغه ځای د طالبانو په سیمه کي ډېر کوکنار کرل شوي دي، او هغوی پر هرو پنځه منو کوکنارو یو من کوکنار له کروندګرو څخه اخلي.»

دلته کروندګر د هرجریب ځمکي څخه ۵۰ زره افغانی لاسته راوړي. دوی اړ دي دولت او وسله‎والو طالبانو ته مالیه هم ورکړي.

کروندګر حبیب اغا څرګنده کړه:«موږ د دوه ډلو حکومتونو تر منځ ژوند کوو کله یو لوري موږ رټی او کله هم بل لوری ، بس نو موږ بل کار نه لرو اړ یو چي کوکنار وکرو.»

کروندګر  دلته د کوکنارو ترڅنګ غنم هم کري خو وایی د غنمو کښت د دوی لپاره ګټور نه‎دي

شریک یي کړئ