Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د همغږۍ نشتوالي په بغلان کې پوځي عملیات اغېزمن کړي

له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د پلخمري ښار په ډنډ غوري سیمه کې د پوځیانو عملیات دوام لري خو تر دې دمه کوم پر مختګ نه لیدل کېږي.

 په همدې حال کې په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې هم د پوځیانو دوه مرکزونه له کابو یوې میاشتې راهیسې د طالبانو په کلابندۍ کې دي.

د بغلان والي عبدالحی نعمتي په دې اړه طلوع نیوز ته وویل:«نن انشاالله تاسو ته ژمنه درکوم چې زموږ لخوا یعنې د دولت لخوا زموږ ټول امنیتي ځواکونه په بشپړه توګه تر یوې قومندانۍ لاندې په حرکت کې دي،تاسې به ډېر ژر ووینئ چې عملیات به په سرعت سره پیل شي.»

په همدې حال کې د پلخمري ښار اوسېدونکي وايي چې پلخمري ښار ته نېږدې ډزو اندېښمن کړي دي.

د بغلان اوسېدونکي داوود وویل:«فکر مې کاوه چې یو قوي عملیات به جریان لري.خو ډزې کېږي،ټانګونه دي،یعنې دولت په بشپړه توکه په پرمختللو تجهیزاتو سمبال دي،خو بیا هم وینو چې یو ګام په مخ نه‎ځي.»

د رپوټونو پر بنسټ له کابو یوې میاشتې راهیسې د دغو پوستو شاوخوا د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ هره ورځ نښتې روانې دي خو د طالبانو د کلابندۍ کړۍ نه ده ماته شوې.

د دغو پوستو د کلابندۍ د څرنګوالي د مالومولو لپاره د بغلان والي، امنیه قوماندان او د ملي امنیت رییس د جګړې لومړۍ کرښې ته ورغلي دي.

د ملي دفاع وزارت د پلاوي رییس جنرال شور ګل وویل:«د چارې پای دا دی چې موږ باید تر ۲۴ ساعتونو لاسته راوړنه ولرو. ټول وروڼه باید له یو بل سره لاسونه ورکړي او یوخای له خپل پرسونل څخه ملاتړ او پیاوړی یې کړي.»

شریک یي کړئ