Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ولسمشر د سلاکار او خپلوانو ترمنځ نښته کې د یوه کس وژل کېدل

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د ولسمشر د سلاکار همایون شینواري او د هغه د خپلوانو ترمنځ نښته کې د لوړ پوړو چارواکو د ساتنې یو کارکوونکی وژل شوی او ۲ نور ټپیان دي.

ویل کېږي چې یادې نښتې تر یوې لفظې شخړې وروسته د ۳۰ دقیقو لپاره  دوام وکړ.

د ننګرهار پولیس وايي له نښتې وروسته د ولسمشر سلاکار نیول شوی.

اخوا د ننګرهار ولایتي شورا وايي د نښتې پر مهال امنیتي ځواکونو کوم ګام نه دی پورته کړی.

 د شپې ۷ بجې، د جلال اباد ښار د درېیمې ناحیې اړوند حضرتانو کوڅه کې، د صبغت الله مجددي د کورنۍ له لوري پر یوې ځمکې خپلنځي شخړه پر وسله واله نښته اوړي.

د ننګرهار پولیس وايي چې له دغې لفظي شخړې وروسته د دغې کورنۍ د غړو ترمنځ نښته رامنځته شوه.

د دغې نښتې عاملان همایون شینواری چې ځان د ولسمشر سلاکار معرفي کړی او مقابل لوری د هغوی د تره زامن دي.

د ننګرهار امنیت امر جمیل توتندرايي وايي:«څوک د همایون شینواري په نامه له خپلو ۶۰ کسانو سره هلته موجود وه او موږ په خپله هغه نیولی او د هغه وسله‎وال کسان مو هم نیولي دي.»

په دغې نښته کې د لوړپوړو چارواکو د ساتنې ریاست یو تن کارکوونکی وژل شوی او درې تنه نور ټپيان شوي دي.

د ننګرهارد ولایتي شورا غړی اجمل عمر هم وویل:«دوی په رنجر کې سپاره راغلل،ډزې یې وکړې او وروسته له سیمې څخه وتښتېدل.موږ په ځلونو له مرکزي او سیمه‎ييز حکومت په ځانګړې توګه له والي صاحب څخه غوښتي چې داشان کسان ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.»

خو د ننګرهار د ولایتي شورا غړي د دغه ولایت له امنیتي ځواکونو نیوکه کوني او وايي چې په دغه نیم ساعت کې پولیس د دغې نښتې د درولو لپاره هېڅ کار ونه کړ.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړي ناصر کامه‎وال په دې اړه زیاته کړه:«له دولت څخه زموږ پوښتنه دا ده چې دغو کسانو ولې ډزې وکړئ،له کومه راغلل،او څنګه وتښتېدل او چېرته ولاړل.تراوسه هېڅوک نیول شوي نه دي او دولت باید په دې اړه خلکو ته ځواب ووايي.»

هڅه مو وکړه په دې تړاو د ښکیلو کسانو نظرونه هم ولرو ؛خو د پرله‎پسې هڅو سره سره پرې بریالي نشو.

دا لومړی ځل نه دی، پخوا تر دې هم په ننګرهار کې د ځمکو او کورونو پر سره دا ډول وسله والې نښتې رامنځته شوي.

شریک یي کړئ