د پکتیا څلور ولسوالۍ میرزکه،لژه منګل،جانې خېل او ګرده څېړۍ ودانۍ نهلري،د پکتیا اوسېدونکي وايي چې د ولسوالیو د ودانیو نشتون له امله سیمهيیزه حکومتوالي فلج ده او له همدې امله وسلهوال طالبان په ډېره اسانۍ سره په دغو ولسوالیو کې نفوذ کړی دی.
په همدې حال کې د پکتیا ولایتي شورا په دولت له نیوکې سره وايي که چېرې حکومت غواړي د وسلهوالو طالبانو روحیه کمزوري کړي باید په ولسوالیو کې سیمهييزې حکومتوالي ته پاملرنه زیاته کړي.
د پکتیا د ولایتي شورا غړی محمد رحمان قادري په دې اړه وايي:« که چېرې دولت غواړي د مخالفینو روحیه پياوړي نهشي او د هغوی روحیه وځپل شي باید په ولسوالیو کې د خپلو ولسوالانو ته د اوسېدو لپاره اقدامات وکړي ترڅو دښمن د دغې ضیعفې نقطې څخه کټه پورته نه کړي.»
د پکتیا څلور ولسوالی میرزکه ، لژه منګل ، جانېخېل او ګرده څېړۍ هغه ولسوالی دي چې له جوړېدو تره اوسه ودانۍ نه لري د سیمې اوسېدونکي وايي دوی چمتو دي د ولسوالیو ودانیو د جوړېدو لپاره دولت ته ځمکه په واک کې ورکړي.
د پکتیا یو اوسېدونکی حمیدالله وايي:«کهچېرې د امنیه قومندانۍ لپاره ودانۍ جوړېږي یا د ولسوالۍ لپاره جوړېږي مونږ ډاډ ترکوو ځمکه لرو چې دولت ته یې په واک کې ورکړو.»
د مېرزکې ولسوالۍ اوسېدونکی محمد خان هم په دې اړه وویل:« تاسو وینئ تراوسه مونږ یوه دولتي ودانۍ نه لرو د یوه دفتر ځای مونږ نه لرو نه قاضیان او نه هم ملي امنیت ځای لري.»
اخوا د پکتیا والي په مرکزي دولت غږ کوي چې د ولسوالیو د ودانیو د جوړېدو لپاره اقدامات وکړي .
د پکتیا والي زلمی ویسا وايي:«کهچېرې ولسوالۍ مو تعمیرونه ونه لري نو که چېرې په ولسوالیو کې ودانۍ جوړې شي بیا هغه وخت به ولسوال هم ناست وي او قاضي به هم موجو وي.»
د یادونې وړ ده چې د پکتیا د څلورو ولسوالیو د ودانیو نشتون د دې لامل شوې چې د ولسوالۍ تشکیلات په ولسوالیو کې موجود نه وي او د ولسوالیو اوسېدونکي اړ دي چې د خپلو ستونزو د حل لپاره د دغه ولایت مرکز ته په ساعتونو ساعتونو مزل وکړي.
په دې اړه مو اندونه