د هېواد د شمال ختیځ زون پولیسو نن جمعه(د غوايي په ۲۲ مه)د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کندز – تخار لویه لاره، نن کهیځ د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو له حضوره پاکه شوه.
په دغې خبرپاڼه کې د شمال ختیځ زون پولیسو ویاند محفوظ الله اکبري ویلي:«د کندز- خان اباد»لویه لاره، چې له څو مودې راهیسې د دولت د مخالفو وسلهوالو تر ګواښ لاندې وه او په هغه لاره کې یې څو امنیتي پوستې د دښمن په کلابندۍ کې وې، نن ګهیځ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې بریالي شول چې دغه لاره بېرته د طالبانو له حضوره، په بشپړه توګه پاکه کړي.»
هغه په دغې خبرپاڼه کې همدارنګه وویل چې ولسي وګړي د هغه څه له امله چې د طالبانو له خو د واټونو تر څنګه د ماینونو ځای پر خای کول بولي، تراوسه تګ راتګ نهشي کولای.
د هغه په وینا،چې دغه لاره به د تګ راتګ په مخ به تر ماښامه خلاصه شي.
هغه زیاته کړه:«د خواجه وکتهخېل پوسته د دښمن له کلابندۍ بهر شوې او عملیاتي ځواکونو له غرمې وروسته د ۱۲:۴۵ دقیقې، دواړه خواوې (کندز او تخار)ونښلول شوې.»
ښاغلي اکبري زیاته کړه چې په دغې لارې کې امنیتي پوستې هم سمبال شوې.
د شمال ختیځ زون پولیسو ویاند، په ډاګه کړه چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې د دولت ۶ مخالف وسلهوال وژل شوي او څلور تنه نور یې ټپيان شوي دي.
په همدې حال کې، د کندز د امنیت ملي ریاست وايي چې د قلعهذال په ولسوالۍ کې د یوه هوايي عملیات په ترڅ کې، د طالبانو یو پوځي قومندان احمد شاه له خپلو ۱۱ ملګرو سره وژل شوی دی.
له بلخوا، په دغه ریاست کې سرچینې زیاتوي چې د دغه ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې د یوه ځانګړي عملیات په لړ کې، د طالبانو یو بل قومندان بلال، له خپلو ۳۰ ملګرو سره په دغه ولسوالۍ کې وژل شوي دي.