د کنړ امینه قومندان جمعهګل همت،له طلوع نیوز سره په مرکه کې وايي چې طالبان د پاکستان د پوځي استخباراتو سازمان په همکارۍ تل هڅه کوي ترڅو د کنړ د دانګام په پرځېدو سره ځان د دغه ولایت مرکز اسداباد ته ورسوي.
هغه زیاته کړه:«ای اېس ای »او په ټول کې پاکستان یو ډېر پیاوړی پلان طرحه کړی وه ترڅو د دانګام ولسوالۍ وپرځوي او هلمند تجربه په کنړ کې تکرار کړي،خو هغوی د تېر کال په څېر په خپلې موخې کې پاتې راغلل.»
د کنړ دغه امنیتي چارواکی،د دانګم ولسوالۍ امنیت د دغه ولایت په ټول امنیت پورې تړلی بولي.
دانګام د کنړ تر ټولو زیانمنونکې ولسوالۍ ده چې څو ځلې د بریدګرو د یرغلي او سل کسیزو مخالفینو د بریدونه شاهده وه.
په دغه رپوټ کې د طلوع نیوز خبریال شریف امیري،د دانګام ولسوالۍ د ولسي وګړو ژوند ته یو کتنه کړې ده.
شریف امیري وايي چې د دانګام ولسوالۍ له ودانۍ څخه دوه کیلو مټره لیرې نورې سیمې د مخالفو وسلهوالو په واک کې دي او حتا سیمهييز چارواکي مني چې د دغې ولسوالۍ ۶۰ سلنه برخه د مخالفینو تر ګواښ لاندې دي.
د کنړ والي وحیدالله کلیمزی وايي:«په دغو سیمو کې هم د دښمن خوځښتونه رامنځته شوي.په ځينو برخو کې یې نوې پوځي ډلې رامنځته کړې دي.سرحدي پوځیان یې سمبال کړي چې ټانګونه هم په هغوی کې شمال دي.»
په کنړ کې د جګړې او ناامنیو یو زیانمن شاه جهان وايي،چې د هغه زوی د مخالفو وسلهوالو له خوا په ډزو سره ویشتل شوی.
ښاه جان زیاته کړه:«د دوه تنه د تره زامن مې شهیدان شول.څلور تنه نور خپلوان مو هم شهیدان شول.زما په خپله هم یو زوی شهید شوی،البته د طالبانو له خوا.»
د کنړ بل اوسېدونکي دیدن خان هم وویل:«زموږ د کورنۍ شپږ تنه شهیدان شوي.زموږ له کلي او له څو نورو کلیو ډېری کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول.»
د دانګام ولسوالۍ له پاکستان سره کابو ۳۲ کیلومټر ګډه پوله لري او د دغې ولسوالۍ ځينې غرونه هم د دولت د مخالفو وسلهوالو لپاره امنپټنځایونه ګڼل کېږي.