Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رپوټ:فراه له ناامنه ولایت څخه په بشپړه جنګي ولایت بدل شوی

د طلوع نیوز رپوټ د دې څرګندونه کوي چې فراه ولایت یو له ناامنه ولایتونو څخه په بشپړه جنګي ولایت بدل شوی دی. او دغه جګړه تر ډېره سیمه‎ييزې ریښې لري.

په داشان اوضاع کې،په فراه کې امنیتي بنسټونه،د ځواکونو او تجهیزاتو له کموالي سره مخ دي او د دغو ځواکونو ستره برخه،هم د یوه قطري شرکت د پروژې د امنیت په تأمین بوخت دي.

دغه رپوټ څرګندوي چې له قطر څخه د عربو شیخان،په کال کې یوځل فراه ته راځي او یوه میاشت په دغه ولایت کې تېروي.او د دولتي ځواکونو تر ځانګړي پوښښ لاندې له ایران سره په هم‎پوله سیمو کې د مراغانو ښکار کوي او کلي مېشتو ته خوراکي توکي وېشي.

په فراه کې ټول څه په پوستو او ودانیو کې کلابند دي چې د هغه هر یوه ته یو دولتي بنسټ وايي.

له خاک اوفغان،ګلستان او بکوا ولسوالیو څخه پرته چې د طالبانو اصلي اډې دي،د مرکز په ګډون د فراه ۷ نور اداري واحدونه هم ناامنه او جګړه ځپلي دي.

د دغه ولایت چارواکي هم مني، چې هغوی د فراه په هرې ولسوالۍ کې د طالبانو د واکمنۍ د ختمېدو پر ځای د خپلو دولتي ادارو د ځای پر ځای کېدو په فکر کې دي.

د فراه والي محمد آصف ننګ وايي:«جګړه یوازې د ټوپک او باورت جګړه نه ده؛فرهنګي او استخباراتي جګړه ده،له مرموزو کتلو څخه چې په دښمن پورې تړلي دي او یا هم د دښمن په ګټه دي.کار اخلي.بالاخره د یوه فشار په توګه دښمن په یوې مقطعې او موقعیت کې دښمن هم کار اخلي.کله لوبه له دې لوړه وي،یعنې سیمه‎ييزه کېږي،بله ورځ هېوادنۍ کېږي،یعنې له بهر څخه حتا ريښه اخلي.»

په داشان اوضاع کې،د قطر شیخان،په فراه کې امنې اډې لري او حتا په کال کې د یوې میاشتې لپاره،د ښکار او ګرځندویۍ لپاره د جوین ناامنې ولسوالۍ ته تګ راتګ کوي.

د جوین چاکرته سیمه چې له ایران سره په پوله نېږدې پرته سیمه ده،د هرکال د سلواغې په میاشت کې،دد غو قطري ښکاریانو د کېږدیو د درېدو شاهده وي او د طلوع نیوز موندنې ښيي چې په دغې موده کې،د فراه ی۱۵۰ پولیس،د دغو کېږدۍ ناستو د امنیت د ټينګښت لپالره هڅه کوي.هغه مأموریت چې د معتبرو سرچینو پر وینا،چې په پای کې یې د هر پولیسو لپاره ۵۰۰ ډالره د هر پولیسو لپاره معاش ورکول کېږي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي:«له دغو رپوټونو څخه خبر نه یوو؛خو طبعاً دغه مسئله به د څېړنو په برخه کې ووینو؛خو د فراه لپاره هم،چې موږ په ژمي کې پلاوي استولي وو زموږ بنستیزه موخه دا وه چې په هغه ځای کې زموږ ځواکونه پياوړي شي.»

په دې لړ کې د ملي پوځ ځواکونو قطعې هم چې په دې وروستیو کې د فراه په سوېل ختیځ کې رامنځته شوې دي،د قطري عربو د یوه ژوبڼ او کرنیز فارم د امینت د تأمین لپاره په دنده بوخت دي.دغه فارم په ۸۰۰ جریبه ځمکه کې،د ملي پوځ د اډې آو د چټک غبرګون ځواکونو ترمنځ سیمه کې واقع شوی چې په هغه کې د خرما ونې او یو شمېر نایابه(نه پيدا کېدونکي) مرغان او ژوي روزل کېږي.

ټولې دغه پوستې د فراه ـ  بکوا سړک ته نېږدې دي، خو یوازې د چټک غبرګون ځواکونه دې چې په ناامنیو کې ښکېل دي او د ملي اردو ځواکونه په کې مداخله نه کوي.

د چټک غبرګون یو قومندان، محمد حسین وايي:«یوازې دې ژوبڼ امینت لپاره که څه وشي د دندې پرمهال نو له همدې ځایه هغې خوا ته ځو او اقدام کوو. د ملي اردو ځواکونه خو تر اوسه د خپلې اډې څخه نه دي وتلي او هملته د غره د پاسه دي. که‎چېرې طالبان هم پرې ډزې وکړي دوی کوم اقدام نه کوي.»

دفاع وزارت هم د کورنیو چارو وزارت په شان په دې موضوع خبر نه دی.

د یاد وزارت ویاند، دولت وزیری وايي:«دا باید دقیق وپوښتم، مالومات ترلاسه کړم، د قول اردو له قومندان سره خبرې وکړم، له لوی درستیز پوښتنه وکړو،چې روښانه شي، وروسته به تاسو ته مالومات درکړو.»

په فراه کې د قطري شیخانو پروګرامونه د دغه هېواد د الغرافه کرنیز شرکت لخوا مخې ته وړل کېږي.

دغه شرکت ژمنه کړې ده چې په دغه ولایت کې به د کرنې او مالدارۍ په برخه کې له ۳۰ تر ۴۰ مېلیونه ډالره لګوي او په ټوله کې به ۱۰۰ مېلیونه ډالره به پر بېلابېلو پروژو ولګوي.

د ۵ مېلیونو ډالرو په ارزښت د فراه هوايي ډګر ۷۰۰ متره سیمې جوړول، د هوايي ډګر د ترمینل جوړول چې لګښت یې ۹۰۵ زره ډالره شوي، د ۸۳۵ زره ډالرو په ارزښت د فراه د لوی جومات جوړول، د ۵۱۴ زره ډالرو په ارزښت د دوو ښوونځیو جوړول او د ۴۸۹ زره ډالرو په ارزښت د دوو درملتونونو جوړول د دې پروژې له برخو شمېر کېږي.

د فراه ولایتي شورا رئیسه، جمیله امیني وايي:«په تېرو دوو او دوه نیمو کلونو کې د الغرافې شرکت څخه پرته په دې ولایت کې بل شرکت فعالیت نه کوي.»

خو په فراه ولایت کې د قطریانو د شتون په اړه یو شان نظرونه نشته.

د فراه ولایت د کار اوټولنیزو چارو آمر، محمد رسول بارکزي وویل:«عربان خپل سیاسي مسایل لري چې ایران یې مخاطب دی، خپلې پروژې په لیري سیمه چاکرته کې پلې کوي چې له ایران سره پوله لري. عربان زموږ خلک په مفته‎خورۍ عادت کوي. یوه بوجۍ اوړه او یا وریژي، زه دا مرسته نه بولم.»

طلوع‎نیوز هڅه وکړه چې په فراه ولایت کې د قطریانو الغرافې شرکت له استازو سره هم خبرې ولري، خو وویل شول چې دوی قطر ته تلي دي، او د دې شرکت له ریيس سره هم اړیکه بریالۍ نه وه، خو د دې شرکت چارواکي په خپلو چارو کې سیاسي موخې ردوي.

د فراه والي هم په دې ولایت کې د قطري شیخانو پانګونه ایران ته د څارویو د قاچاق مخنیوي او د دې ولایت کرنې لپاره اغېزمنه بولي.

نوموړي پولې ته نېږدې د عربو د نفوذ اندېښنې په اړه ځواب کې وايي چې ایران په سیمه او افغانستان کې خپلې سوداګرۍ ته ګوري.

د فراه والي، محمد آصف ننګ څرګندوي:«ایران پیسو ته اړتیا لري، نه کېږي چې چابهار په سوداګریز بندر بدل شي، تر هغې چې د افغانستان له لارې د منځنۍ آسیا سوداګري پیل نه‎شي، او په دې ځای کې لنډه لار فراه ولایت دی.»

د ایران سفارت وايي چې د سیمې ټیکاو او پرمختګ په برخه کې له پانګونو ملاتړ کوي.

«د هر هېواد پانګونه، له ډلې یې د فارس خلیج تړانګې او غربي هېوادونو، په افغانستان کې د ننه د افغانستان د دولت له واکونو څخه شمېرل کېږي او د افغانستان حکومت خپله پوهېږي چې له کوم هېواد سره پر څه ډول موضوع همکاري وکړي.»

د طلوع‎نیوز موندنې ښيې چې کله چې د قطر شیخان فراه ولایت ته د ښکار په موخه راځې او له نا امنیو سیمو څخه هم تېرېږي پرې بریدونه نه کېږي.

قطر له طالبانو سره په نېږدې همکارۍ تورن هېواد دی او د طالبانو سیاسي دفتر هم په دې هېواد کې فعالیت کوي.

خو هغه څه چې په فراه ولایت کې یې اندېښنې راپورته کړې دي، په دغه ولایت کې راپورته شوي لړۍ دي او دا چې قطري شیخان اوس‎مهال په فراه ولایت کې دي، نو امنیتي او سیمه‎ييز بنسټونه په دې فکر کې دي تر څو د دوی له شتون څخه څنګه ګټه پورته کړي.

شریک یي کړئ