د بلخ ولایت امنیه قومندان وايي چې په دې ولایت کې یو شمېر د ولایتي شورا غړي مجرمین په خپل کور کې ساتي او قانون ناقضان ملاتړ کوي.
د یاد ولایت امنیه قومندان، جنرال سید کمال سادات د پولیسو مشرۍ پلاوي په ناسته کې نن(شنبه د سلواغې۹مه) وویل چې یوشمېر کسان له بیلابیل ډول وسلو سره په ښار کې ګرځې چې دا کار له یوې خوا د قانون خلاف دی او له بلې خوا په خلکو وېره رامنځته کوي.
ښاغلي سادات وویل:«هغه کسان چې قانون تر پښو لاندي کوي، د دې ادعا کوي چې قانون جوړوونکي دي؛ او ادعا کوي چې د خلکو استازي دي، په داسې حال کې چې باید د خلکو عزت وساتي.»
ده زیاته کړه:«له بده مرغه باید اوایم چې دوی په خپلو کورونو کې ساتي.»
سادات زیاته کړه، که ورته اوايوو چې مجریم وسپارئ نو بیلابيلې پلمې کوي.
د تورو شیشو موټرونو تګ راتګ، له ډېرو وسلهوالو کسانو لرل، او د ځینو غیر قانوني کړنو له عاملانو ملاتړ هغه کړنې دي چې د بلخ ولایت امنیه قوماندان وايي د بلخ د ولایتي شورا د ځینو غړو لخوا کیږي.
اخوا د بلخ ولایتي شورا په دې اړه خپل نظر داشان څرګندوي.
د بلخ ولایتي شورا غړی، افضل حدید وايي:«زموږ ټول همکاران د خلکو خدمتګار دي، دوی کله هم له کوم مجرم څخه ملاتړ نه کوي.»
د بلخ بل ولایتي شورا غړی، شجاعالدین شجاع څرګندوي:«ښه وه چې نوم یې اخیستی وی چې کوم وکیل غیر قانوني کار کوي.»
اخوا د بلخ ولایت د مدني ټلونې د فعالانو اتحاديې رییس هم په مزارشریف ښار کې د تورې شیشو موټرونو تګ راتګ اندیښمنونکی بولي او له پولیسو غواړي چې د زورواکو مخه ونیسي.
د بلخ ولایت د مدني ټولنو رئیس، عبدالحمید صفوت وايي:«که د تورو ښیښو درلودونکو موټرو مخه ونه نیول شي، نو د قاچاقو مخه هم نه نیول کېږي.»
اوسمهال د بلخ ولایت پولیس وايي چې په جدي توګه د قانون د عملي کولو په موخه هڅه کوي هر څوک چې غیر قانوني چلند وکړي، هغوې به ونیول شي او عدلي او قضايي ادارو ته به معرفي شي.