د هیواد په سوېل ختیځ کې سرحدي ځواکونه وايي هغوی باید په پرمختللو وسلو سمبال شي.
دغه ځواکونه زیاتوي چې د ترهګرو د راتلو او د پاکستاني پوځیانو د بریدونو د مخنیوي لپاره باید په پرمختللو او تازه وسلو سمبال شي.
د ملي پوځ سرتېري رحمت الله وویل:«موږ ته دې مهمات او تجهیزات ورسېږي،موږ په هر ډول شرایطو کې له دغې خاورې دفاع کوو.»
اخوا د سپین غر زون قومندان پاسوال اسدالله شیرزاد هم د دغو سرتېرو ستونزې مني.
د هېواد په سوېل ختیځ کې د پولیسو ۳۰۳ سپین غر زون قومندان وايي چې په سرحدي ولسوالیو کې افغان نظامیان عصري او سقیله پوځي وسایلو ته اړتیا لري .
هغه زیاته کړه:«موږ اوس وسلې او مهمات لرو،خو پرمختللو وسلو ته اړتیا لرو.»
د پکتیا ځاځي اریوب ولسوالي اوسېدوونکي وايي ډیورنډ ګرښې اخوا مېشته وسلهوال پردغه ولسوالۍ بریدونه کوي باید حکومت پرمختللي پوځي وسایل ځای پرځای کړي .
د ځاځي اریوب ولسوالۍ د پراخیتايي شورا رییس محمد اکبر حقمل وویل:«دلته باید خلکو او د پولیسو د ملاتړ لپاره مشخص پروګرام او درنې وسلې شتون ولري.»
د یادونې وړ ده د ډيورنډ هغې غاړه کې د وسلهوالو ترهګرو مرکزونو شتون له امله د هېواد سوېل ختیځ زون ولایتونو سرحدي ولسوالیو امنیت د ګواښ سره مخ کړی او وخت نا وخت په دغه ولسوالیو بریدونه کوي .