د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان جنرال وليمحمد احمدزی وايي، د تېرو درېیو ورځو راپدیخوا په سنګین ولسوالۍ کې عملیات پیل کړي دي چې له امله یې ۱۵ افغان ځواکونه او ۶۵تنه طالب وسلهوال وژل شوي دي.
ښاغلی احمدزی زیاتوي چې اوسمهال یاده ولسوالۍ د نسکورېدو له ګواښه وتلې ده.
د ۲۰۱۵ میوند قول اردوقومندا، جنرال ولي محمد احمدزی زیاتوي:«طالبانو د نورو ولایتونو له وسلهوالو مرسته غوښتې ده تر څو سنګین ولسوالۍ ته ورسېږي. او افغان ځواکونو یې مخه نیولې او اوس عملیات د ځمکې او هوا له لارې روان دي.»
بل لوري د هلمند ولایتي شورا د سنګین ولسوالۍ امنیتي حالت د اندیښني وړ بولي او دوی له امنیتي ځواکونو غوښتنه کوي تر څو د سنګین ولسوالۍ د امنیت په خوندیتوب کي ناغیړي ونه کړي.
د ولایتي شورا غړی، حیاتالله مایار وايي:«دا جګړه ډېره پراخه ده. نه یوازې چې په سنګین بلکې په نورو ولسوالیو کې هم دوام لري. موږ له چارواکو هېله کوو چې دې ستونزې ته د حل یوه لاره پیدا کړي.»
همدارنګه د هلمند یو شمیر مدنی فعالان بیا د سنګین ولسوالي دواړو لورو ته خورا ارزښناکه بولي او غوښتنه کوي تر څو حکومت یاده ولسوالي تر خپل بشپړ حاکمیت لاندي راولي، ځکه د دوی په وینا چي د سنګین ولسوالي د نشهيي توکو د قاچاکو لوی مرکز دی او طالبان غواړي چي والکه پرخپله کړي.
په هلمند کې مدني فعال، عبدالحق ځواکمن څرګندوي:«د هلمند ولایت اوسېدونکې په بد حالت کې دي. دا ولسوالي د نشهيي توکو د قاچاقو مرز دی او طالبان غواړي چې تر کنټرول لاندې یې ولري.»
په هلمند کي د سنګین ولسوالۍ تر څنګ د لښکرګاه ښهر دوهمه او درېیمه امنیته حوزه هم د وسلهوالو طالبانو له لورې ګواښل کیږي او د لښکر ګاه ښا تر څنګ د هلمند شپږ ولسوالی د وسلهوالو طالبانو په والکه کي دي.