Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبان د سرپل ولایت د ودانۍ په ۳ کیلومټرۍ کې پوځي اډه لري

طالبانو نورې ترهګرۍ ډلې د سرپل ولایت ودانۍ او د امنیه قومندانۍ په ۳ کیلومټرۍ کې اډې او د روزنې مرکزونه لري.

د سرپل امنیه قومندان د دغه خبر له پخلي سره وايي چې هغوی د ترهګرو د له‎منځه وړلو لپاره د سترو پوځي عملیاتو د ترسره کولو توان نه‎لري او د مرستندویه ځواکونو غوښتونکي شوي دي.

د سرپل امنیه قومندان خلیل الله دستیار وویل:«ځمکه د دښمن په ګټه ده.امنیتي ځواکونو ته وسلې او محاربوي امکانات بسندویه نه دي.په دې ځای کې د هوايي پوښښ څخه پرته د عملیاتو ترسره کول ډېر ستونزمن دي.»

په همدې حال کې د سرپل د ولایتي شورا غړي ګواښ کوي که‎چېرې د سرپل ښار او ولسوالۍ د ترهګرو له شتون څخه پاکې نه‎شي،سږ کال به د سرپل لپاره ډېر یو ستونزمن کال وي.

د سرپل د ولایتي شورا رییس محمد نور رحماني څرګنده کړه:«که‎چېرې په سرپل کې یو چاڼيز عملیات پیل نه‎شي او د طالبانو تر ولکې لاندې سیمې بېرته ونه نیول شي،د سرپل پرځېدل به لیرې نه وي.»

سرتېري احمدشاه وویل:«دښمن له موږ څخه درې کیلومټره لیرې دی او موږ دلته د ولایت لپاره پوسته جوړه کړې ده.»

بل سرتېري سیدګل هم څرګنده کړه:«په یوې خوا کې مو ښار دی او  بلخوا ته مو دښمن پورت دی.زموږ پوسته د دښمن او ښار ترمنځ پرته ده.»

شریک یي کړئ