Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبان هڅه کوي په لغمان کې پوځي اډې جوړې کړي

د لغمان امنیه قومندان وايي چې طالبان د پاکستان د استخباراتي سازمان په همکارۍ غوښتل د دغه ولایت مرکز وپرځوي.

نوموړی زیاتوي د مهترلارم ښار له شاوخوا سیمو د ګواښونو د لرې کېدو لپاره هڅې روانې دي.

د لغمان ولایت امینه قومندان فضل احمد شیرزاد وویل:«د پاکستان د پوځي استخباراتو لاس دی ترڅو وکړای شي په لغمان کې یو ځای ولري خو موږ مهم پروګرامونه لرو او په نېږدې راتلونکي کې دغه سیمې چاڼ کوو او د لغمان د خلکو امنیت تأمین وو.»

 اخوا د مهترلام ښار اوسېدونکي اوس هم د طالبانو له فعالیتونو اندېښنه لري. له پلازمېنې نوي کیلو متره لیرې د مهترلام ښار دوه اوونې وړاندې د پرځېدو له ګواښ سره مخامخ وه. طالبانو د دغه ښار د نیولو لپاره دوه شپې او ورځې وجنګېدل او ځانونه یې مهمو ځایونوته هم رسولي وو.

په دې ښار کې د ویرې فضا اوس هم حاکمه ده، واحد الله ځان او کورنۍ یې د راتلونکي په اړه اندېښنه لري. هغه وايي چې طالبان د دوې تر دروازو رسېدلي وو.

په مهترلام کې هټیوال واحمد الله وویل:«وضعیت دېر خراب وه،هره خوا ته جګړه وه،زموږ په سیمه کې طالبانو هم دوه پوستې ونیولې او تراوسه هم په کورونو کې دي.»

اوس مهال په مهترلام ښار کې هر ډول چارې تر جدي څارنې لاندې نیول شوي دي او په دې ځای کې ډېر ځواکونه په دندو ګمارل شوي دي.

د امن او نظم عامه پولیسو سرتېري مسعود وویل:«طالبانو په دې ځای کې چې موږ یوو ځانونه ښار ته رسولي وو خو اوس یو کیلومټر لیرې په کورونو کې دي.»

د مهترلام ښار له مرکزه د امنیتي ګواښونو لیرې کول یوه جدي اړتیا بلل کېږي.

امنیتي سرچینې په دې باور دي چې اوس‎مهال طالبان د علیشنګ او علینګار په ولسوالیو کې هڅه کوي پوځي مرکزونه جوړ کړي ترڅو د جګړې په فصل کې خپلې موخط ته ورسېږي.

شریک یي کړئ