Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني:د پوهنې نصاب اصلاحاتو ته اړتیا لري

ولسمشر غني بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د نوي تعلیمي کال پیل په موخه د ښوونځي زنګ کړنګولو سره له پانګوالو غوښتنه وکړه ترڅو له مخې یې ډېره پر پوهې پانګونه وکړي.

ښاغلي غني وویل:«لومړنی کار چې زه یې لارښوونه کوم یو ملي کمېسیون دی ښوونکي، دزده‎کړیالانو استازي،اهل خبره ،خصوصي سکټور چې نصاب خلص او تنظیم کړي.»

دی وايي چې د پوهنې نصاب د اصلاحاتو راوستو ته اړتیا لري او ډېر ژر به په دې برخه کې سموونې رامنځته شي.

ولسمشر زیاته کړه:«د پوهنې اوسنی نصاب زموږ د ښوونکو او زده‎کوونکو لپاره ځواب وویونکی نه دی د نړۍ کوم نابغه په یوه وخت کې ۱۶ مضمونونه درک کولای شي او پر ښوونکو فشار له حده زیات دی.»

ښاغلي غني د خپلو خبرو په بله برخه کې د خلکو ترمنځ پر یووالي او د اساسي قانون پر پلې کولو ټینګار کوي او زیاتوي چې هر هغه څوک چې د اساسي قانون پر وړاندې ودریږي د افغانستان د خلکو دښمن دی.

ښاغلي غني وړاندې وویل:«زه د هغو کسانو خادم نه یم چې د دوست او دښمن توپير نه شي کولای هر څوک چې د افغانستان اسلامي جمهوري په وړاندې،زموږ د سترو اسلامي عقیدو په وړاندې،زموږ د ملي یووالي په وړاندې وسله پورته کوي د افغانستان دښمن دي.»

ولسمشر د بلخ والي عطامحمد نور له کړنو په دې ولایت کې ستاینه کوي، خو ورته سپارښتنې هم لري.

دی زیاتوي:«دا د بلخ او افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه زما لپاره د ستاینې لامل شوی،باید ستر کارونه ترسره کړي او انشاالله چې ترسره به یې کړي.»

په همدې حال کې د بلخ والي عطامحمد نور راتلونکي پسرلي کې د هېواد په شمال کې د نا امنیو له زیاتوالي اندېښنه څرګندوي او له ولسمشر څخه یې غوښتنه د امنیت کړنلارې پلې کول دي تر له مخې یې افغان ځواکونه یرغلییز حالت خپل کړي.

ښاغلی نور وړاندې وايي:«هیله لرو چې د دښمن د دسیسو د شنډولو او مخنیوي لپاره یو لړ کارونه ترسره شي ترڅو موږ له دفاعي حالت څخه چې تل زیانمن وو،ماته خورو غوره ده چې یوه یرغلیزه روحیه ولرو.»

وروستیو شپږو میاشتو کې بلخ ولایت ته دا د ولسمشر غني  دوهم سفر دی چې ترسره کوي یې، په دې سفر کې ده دوې ټول‎ګټې پروژې هم پرانیستي.

شریک یي کړئ