Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستاني پوځيانو ته د جنرال عبدالرازق کواښ

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق چې افغان او پاکستاني پوځيانو ترمنځ په ګډه غونډه کې د افغانستان له لوري د دغې غونډې مشري یې په غاړه وه، پاکستاني پوځيانو ته یې ګواښ وکړ چې افغان پوځیان به د هغوی لاسوهنې ته ځواب ورکړي.

د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د هېواد د دولتي ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د جګړې له پای ته رسېدو څو ساعته وروسته دواړه لوري راغونډ او په دې اړه یې خبرې اترې وکړې.

په دغې غونډه کې د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق وویل:«له دې سره چې زموږ د هېواد امنیتي ځواکونه په دې وروستیو کې له ترهګرۍ سره په جګړه بوخت دي خو تاسو ته ګواښ کوم چې پوځيان مو باید زموږ د هېواد د ناسم وضعیت څخه د ځان په ګټه استفاده ونه کړي، موږ به د هر ځواک د هرې ډلې او یا کس د لاسوهنو په وړاندې درېدنه وکړو.»

په همدې حال کې، د پاکستان پوځيان، افغان پوله‎ساتي ځواکونه تورن وي چې له پولې اوښتي او د هغوی د پوستې یې نیولې دي.

د پاکستان یوه پوځي افسر جنرال ندیم وویل:«افغان امنیتي ځواکونه له نړیوالې پولې اوښتي اوهغو سیمو ته راغلي چې پاکستان پورې اړوند دي او په هغه ځای کې یې زموږ پوستې نیولې دي، د هغوی دا کار، زموږ د سرتېرو غبرګون راپارولی؛ ځکه دا د یوه ازاد هېواد په واکمنۍ کې لاسوهنه ده.»

خو قومندان رازق وايي چې په افغانستان د پاکستاني پوځیانو تیری د ګاونډیو د اصولو او قوانینو په خلاف او همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د دیپلوماتیک قانون په خلاف کار دی.

هغه وايي:«زه له تاسو غواړم،دواړه هېوادونه مسلمان دي، ګاونډي یوو، داسې کار باید ونه کړو چې د ټولو قوانینو په خلاف وي؛ ستاسو کړنه په څرګنده زموږ په کاري چارو کې لاسونه ده او له دې وورسته باید د خلاف په خلاف کارونه ترسره او تکرار نه‎شي.»

د پاکستان دا پوځي افسر د دواړو هېوادونو د پوله‎ساتو ځواکونو ترمنځ د تاوتریخوالیو ډېرېدل د هېڅ هېواد په ګټه نه بولي.

جنرال ندیم زیاته کړه:« بښنه غواړم له دې امله چې اړ یم باید ووایم، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې وې، او هغه شان چې باید وی نه دي.»

 په همدې حال کې د افغانستان پوله‎ساتي ځواکونه وايي چې د بدن د وینې تر وروستي څاڅکي به د هېواد له خاورې ساتنه وکړي.

د پوله‎ساتو ځواکونو یو سرتېري ګل احمد وویل:«موږ د وینې تر وروستي څاڅکي له خپل هېواد څخه ساتنه کوو ډلو او هېوادونو ته اجازه نه ورکوو چې زموږ په هېواد کې لاسونه وکړي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د سپین بولدک په صفري کرښه کې د جمعې په ورځ د افغان او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ په څو ساعته جګړه کې، شپږ تنه افغانان چې څلور سرحدي سرتېري هم په کې شامل دي خپل ژوند له لاسه ورکړی او نه تنه پاکستاني سرتېري وژل شوي او له دواړو لوریو له ۸۰ ډېر کسان ژوبل شوي دي.

د کندهار امینه قومندان جنرال عبدالرازق پاکستاني پوځیانو ته ګواښ کوي چې له دې وورسته د هغوی لاسوهنې ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.

شریک یي کړئ