په بلخ کې د مجاهدینو د بریا د ۲۵ مې کلیزې څخه لمانځنه وشوه.په دغو مراسمو کې د بلخ والي عطا محمد نورحضور نه درلود خو د هغه پیغام د بلخ ولایت د سرپرست له خوا ولوستل شو.
د دغه پيغام په یوه برخه کې راغلي،چې هغه د سولې له هغه بهیر څخه ملاتړ کوي چې د حکومت له خوا په مخ وړل کېږي.
ښاغلي نور ویلي چې د هغوی د مالوماتو له مخې د حزب اسلامي اړوندو کسانو ته وسلې وېشل کېږي چې دا کار د پوښتنې وړ دی.
هغه له سوله کوونکو څخه وغوښتي چې عمومي اعتماد جوړونې او د سولې ټینګښت باندې تکیه وکړي نه د وسلو او د بې اعتمادۍ په پراختیا.
په دغه پیغام کې راغلي دي:«په دې وروستیو کې داسې اورېدل کېږي چې نه یوازې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ کسانو خپلې وسلې دولت ته نه دي سپارلې، بلکې ډېر پوځي وسایط هم وېشل کېږي چې دا د اندېښنې وړ ده.»
په بله برخه کې راغلي دی:«تراوسه چې له یاد ګوند سره د خبرو اترو بهیر نه دی بشپړ شوی او خلک په هېواد او یا کومې ولسوالۍ کې د امینت ښه کېدو شاهد نه دي.»
د دغې غونډې ویناوالو په دولتي بنسټونو کې د ترهګرو پورې د تړلو کسانو پر پاکونې ټينګار وکړ.
د بلخ ولایتي شورا غړی، عبدالخالق څرګندويک«که د حکومت د ننه چاودنه ونشي د حکومت له ننه دا ونه غورځول کېږي زه هیله لرم چې دا صف پاک شي او کنه چاودنه به وشي.»
په دغې غونډه کې دولتي ځواکونه هم ژمنه کوي چې د هېواد او د هېوادوالو د امنیت د ټینګښت لپاره د ژوند تر وروستۍ سلګۍ به مبارزه وکړي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند، عبدالقهار آرام وايي:«له تېر څخه مو په کلک هوډ سره پرېکړه کړې ده چې د غوايي لومړۍ نېټې د قرباني سرتېرو د وینو غچ به واخلو.»
د بلخ امنیه قومندان، جنرال سید کمال سادات:«په ډېرو جبهو کې موږ له دښمن سره جګړه کوو.»
د دغې غونډې کډونوال،پر یووالي،د یو بل منلو،سولې او پر ټیکاو ټینګار کوي او وايي چې د خلکو یووالی او پیوستوالی د هغوی د بریا د تر ټولو مهم عامل دی.
په دې اړه مو اندونه