ملي دفاع وزارت د دې پخلی کوي چې په دغه ولایت کې د ۲۰۹ شاهین پر قول اردو د برید په ترڅ کې د ملي پوځ ۸ تنه افسران وژل شوي او ۱۰ تنه نور یې ټپیان شوي دي .
د دغو چارواکو په وینا،له دغه برید څخه وروسته،د ملي پوځ ځواکونو او یرغلګرو ترمنځ نښته د یوې لنډې مودې لپاره دوام درلوده.
چارواکي وايي چې دغو بریدګرو غوښتل دغې قول اردو ته ننوځي.
د پېښې شاهدان وايي چې د پېښې په ځای کې د چاودنې غږ هم اورېدل شوی دی،خو ځايي او د بلخ امنیتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
په بلخ کې د طلوع نیوز خبریال عارف موسوي وايي چې خبریالانو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د پېښې سیمې ته ولاړ شي.
هغه همدارنګه وویل چې له دغې پېښې څخه یو ساعت وروسته له سیمې څخه د ډزو غږ اورېدل کېده خو د دغې پېښې په شاوخوا کې چورلکې لیدل کېدې.
خو دغه نښته له پنځو ساعتونو څخه وروسته د ۶ ترهګرو له ډلې د یوه له نیولو او پنځو تنو وژل کېدو او همدارنګه د ملي پوځ د ۸ افسرانو له وژل کېدو سره پای ته رسېدلې ده