د خوست ولایت ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په یعقوبي ولسوالۍ کې د ملي پوځ یو پوستې ته نېږدې یوه پیاوړې چاودنه شوې ده.
د ۲۰۴ تندر قول اردو ویاند فضلخدا په دې اړه طلوع نیوز ته وویل چې له چاودېدونکو توکو څخه ډک یو موټر موخې ته له رسېدو مخکې د ملي پوځ پوستې تهڅېرمه د امنیتي ځواکونو له خوا په نښه شوی دی.
هغه زیاته کړه د پېښې په سیمه کې د درې تنو مړي لیدل کېږي شونې ده چې ځانمرګي بریدګر وي.
د هغه په وینا،په دغې پېښه کې د ملي پوځ یوه سرتېری هم وژل شوی او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.