په سرپل ولایت کې چارواکي وايي چې دوه اوونۍ وړاندې د دغه ولایت په صیاد ولسوالۍ کې پوځي چورلکو د ترهګرو د سمبالولو لپاره ناسته کړې ده.
د سرپل ولایت والي محمد ظاهر وحدت د دغه ولایت د صیاد ولسوالۍ په پشت باغ سیمه کې د ترهګرو په پټنځای کې د دوه پوځي چورلکو د ناستې پخلی کوي او وايي:«په دغه ولایت کې د ملي پوځ د درېیم کنډک د قومندان د رپوټ پر بنسټ چې دمګړۍ د جګړې په لومړۍ کرښه کې دی،تېره اوونۍ د پنجشنبې پر شپه د اتو بجو په شاو خوا کې دوه باله پوځي چورلکې د دښمن په یوه اډه کې ناسته کړې ده.»
هغه زیاته کړه:«دغه چورلکې له لسو دقیقو ځنډ څخه وروسته بېرته د شرپل – شبرغان لویې لارې په خوا الوتنه وکړه، خو د دغو چورلکو د ناستې او بېرته اولوتنې څخه د شپې د تور تموالي له امله انځور نه دی اخیستل شوی.»
په دې اړه ډېر مالومات په واک کې نشته او چارواکي هم د دغو چورلکو د ډول په اړه څه نه وايي.