Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په لښکرګاه کې د عملیاتو له پڅوالي د هلمند د ولایتي شورا نیوکې

کابو یوه اوونۍ وړاندې د د خالد درې تر نامه لاندې د هلمند په ناامنو سیمو کې د امنیتي ځواکونو له خوا عملیات په لاره واچول شول.خو اوس د هلمند ولایتي شورا د دغو عملیاتو له پڅوالي نیوکه کوي او وايي چې امنیتي ځواکونه باید ژر تر ژره د لښکرګاه ښار د طالبانو له شتونه پاک کړي.

د هلمند د ولایتي شورا غړي تینګار کوي چې امنیتي ځواکونه په دغې موده کې نه دي توانېدلي چې طالبانو د لښکرګاه ښار له اړوندو سیمو بهر کړي.

د هلمند د ولایتي شورا غړي ګل اغا مسلم وايي چې عملیات لومړی باید له ښاره پیل شي:« ځکه د ټولو ولسوالیو لاري بندي دي ، او د ښار په منځ کې هم عام خلګ د ډزو له غږونو څخه په ارامه نه‎دي. خو اوس چي هم کوم عملیات روان دي فکر نه کوم چي دا عملیات دي بریالي وي.»

داپه داسې حال کې ده چې د هلمند ځايي چارواکي وايي امنیتي ځواکونو په دغو عملیاتو کې ښې لاسته راوړنې لرلې دي.

د هلمند والي حیات الله حیات په دې اړه په ډاګه کړه:«له دغو عملیاتو څخه پنځه ورځي تېرېږي ، موږ ډېر ښه پرمختګونه لرو په ځانګړي ډول په مارجې ولسوالۍ کې او موږ هڅه کوو هغه سرتېري چي د تېرو اتو میاشتو راپه‎ دې‎ خوا يې د ولسوالیو لاري بندي وي د هغوی لاري له ښار سره ونښلوو.»

هغه زیاته کړه:« موږ په‎ دې خاطر په ولسوالیو کې عملیات پیل کړل چي هلته طالبانو ته ماتي ورکړو نو خپله پر ښار باندې د طالبانو بریدونه کمېږي. او اوس هم زموږ عملیات ډېر په بریالي ډول پرمخ روان دي.»

د خالد ۳ عملیات د هلمند په سنګین ، مارجه ،نادعلي او ګرمسیر ولسوالیو کي پیل شوي او په یادو عملیاتو د امریکا سمندري ځواکونه هم د افغان ځواکونو سره مرسته کوي.

په داسې حال کې چې د هلمند د ولایتي شورا غړي وايي طالبانو د لښکرګاه ښار تر شاوخوا ځانونه رسولي،خو د دغه ولایت والي وايي چې په دغه ولایت کې عملیاتو ښې لاسته راوړنې لرلې دي.

شریک یي کړئ