Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په پنجشېر کې د غوايي له اتمې د مجاهدینو له بریا څخه لمانځنه وشوه

د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله د غوایې میاشتې د اتمې نېټي په لمانځغونډه کې وویل طالبان او داعشیان د افغانستان بې رحمه دښمنان دي او باید افغانان متحد شي.

د جمعې په ورځ یو شمېر پخواني جهادي او لوړپوړي حکومتي چارواکي په پنجشېر کې سره راغونډ او د غوايي میاشتې له اتمې یا د مجاهدینو له خوا د ډاکټر نجیب الله د حکومت پرځېدو ورځ ولمانځله.

اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وویل:«په نننۍ فضا کې له داسې دشمن سره مخامخ یوو چې تور کړني دښمن دي،بې رحمه دښمن دي،تور زړي دښمن دي جنایت کاره دښمن دي چې په ښځو،ماشومانو،مشر،کشر او هېچا رحم نه‎لري.»

عبدالله وايي مجاهدینو ته سپکاوی مقدساتو ته سپکاوی دی دا ځکه چې مجاهدینو له اسلام او هیواده دفاع کړې ده.

هغه وايي:«هرڅوک چې دغه پاک له ویاړه او پت څخه ډک نوم چې خدای مجاهدینو ته پت او عزت نصیب کړی.د ناپوهۍ،د دښمنۍ،د کینې له مخې سپکاوي کوي،هغه مقدساتو ته سپکاوی دی،هغه کس خیانت او جنایت کړی دی.»

د دې مراسموګډونوال یوځل بیا له حکومته شکایت کوي او وايي کلونه وشول چې مجاهدین  څنډې ته شوي .

د پنجشېر والي کمال الدین نظامي وویل:«هغه کسان چې دغه ورځ(د غوايي اتمه)په پام کې نه‎نسي او د مجاهدینو اتلولي او سرښندنې بل ډول کوي،د هېواد او تاریخ په حق کې جنایت کوي.»

مجاهدینو له پخواني شوروي اتحاد سره، له ۱۴  کلنې مبارزې وروسته د ۱۲۷۱ کال د غوايي پر اتمه د ډاکټر نجیب الله حکومت نسکور کړ او واک ته ورسېدل.

وروسته بیا په دې برخه کې د بهرینانو د ښکېلتیا له  کبله  د مجاهدینو ترمنځ کورنۍ جګړه پیل شوه او کابل ښاریانو ته په‎کې ډېر زیانونه واوښتل.

شریک یي کړئ