د پکتیکا ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د واټ تهڅېرمه په یوې چاودنه کې ۱۱ تنه ووژل شول او ۴ تنه نور ټيپان شول.
د پکتیکا ولایت امنیه قومندان د دغه خبر له پخلي سره ویلي چې دغه چاودنه د دغه ولایت په ارګون ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه چې د ښوونځي د زده کوونکو یو موټر د واټ تهڅېرمه پر یوه ماین برابر شو چې په پایله کې یې ۱۱ تنه زده کوونکي ووژل شول.
هغه زیاته کړه چې د دغې پېښې ۴ تنه ټپيان هم زده کوونکي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان په جګړه کې د مُلکي وګړو د مرګ ژوبلې له لوړې شمېرې څخه اندېښنه ښودلې وه او له ښکېلو خواو څخه یې وغوښتل چې ولسي وګړو ته له زیان رسونې په جدي توګه ډډه وکړي.